YouVersion Logo
Search Icon

حبقُوق 2

2
دوېم باب
بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکول
1زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.
د مالِک خُدائ جواب
2بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى. 3نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى. 4مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.
د بدعمله خلقو تباه کېدل
5په حقيقت کښې مال حال هغوئ دوکه کوى، هغوئ مغروره دى او هيڅکله هم په آرام نۀ وى. ځکه چې هغوئ دومره حرصناک دى څومره چې قبر وى او لکه د مرګ په شان هيڅکله هم نۀ مړيږى، هغوئ خپل ځان ته ټول قومونه راغونډوى او ټول خلق قبضه کوى.“ 6آيا هغوئ ټول به هغۀ ته په خندا او سپکه توګه پېغور ورنۀ کړى، او وائى به چې، ”په هغۀ دې افسوس وى څوک چې د غلا څيزونه جمع کوى او خپل ځان په قلنګ اخستلو سره مالداره کوى.“ دا به ترڅو پورې جارى وى؟ 7آيا ستا قرضدار به ناڅاپه راوچت نۀ شى؟ آيا هغوئ به بېدار نۀ شى او تا به ونۀ لړزوى؟ نو بيا به تۀ د هغوئ ښکار شې. 8ځکه چې تاسو ډېر قومونه لوټ کړى دى، کوم خلق چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تاسو لوټ کړى. ځکه چې تاسو د انسانانو وينه تويه کړې ده، او تاسو مُلکونه او ښارونه او په دې کښې ټول خلق تباه کړى دى. 9”افسوس په هغه چا چې خپله بادشاهى په ناجائزه ګټه جوړوى او خپله جاله په اوچت ځائ کښې جوړوى، د دې دپاره چې د تباهۍ د ګرفت نه بچ شى. 10تاسو د ډېرو خلقو د تباهۍ منصوبه جوړه کړه، په دې طريقه تاسو خپل قوم وشرمولو او خپل ژوند مو په کښې تباه کړو. 11د دېوالونو کاڼى به هم تا پسې چغې کړى، او په چت کښې د لرګى تيرونه به هم فرياد کوى. 12افسوس په هغه چا څوک چې په وينه توېدو ښار آبادوى او په جرم باندې ښار قائموى. 13آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟ 14ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى. 15افسوس په هغه چا چې خپل ګاونډى له شراب ورکوى، د شرابو د مشک نه ورته تر هغې پورې اچوى چې دوئ نشه شى، نو چې هغه د هغوئ لغړ بدنونه وګورى. 16خو تۀ به زر د جلال په ځائ د شرم سره مخ شې. اوس ستا وار دے، وڅښه او ناسنته ځان لغړ کړه. د مالِک خُدائ د ښى لاس نه جام تا ته راروان دے، او سپکاوے به ستا جلال ختم کړى. 17کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى. 18د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے. 19افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بې‌ساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى. 20خو مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، پرېږده چې ټوله زمکه د هغۀ په حضور کښې خاموشه شى.“

Currently Selected:

حبقُوق 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in