YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 4

4
څلورم باب
قائِن او هابيل
1بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو. 2وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو. 3څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې پېش کړه. 4بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه، 5خو قائِن او د هغۀ قربانى يې نامنظوره کړه. قائِن د غصې نه تک سور شو او تندے يې تريو کړو. 6بيا مالِک خُدائ قائِن ته وفرمائيل، ”تۀ ولې دومره غصه يې؟ تا ولې تندے دومره تريو کړے دے؟ 7کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“ 8بيا قائِن خپل ورور هابيل ته ووئيل، ”ځه چې بهر پټو ته لاړ شُو.“ کله چې دوئ په پټو کښې وُو، قائِن په خپل ورور حمله وکړه او وې وژلو. 9مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“ 10بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى. 11په تا دې لعنت وى. او د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو او د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه. 12کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بې‌کوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“ 13نو قائِن مالِک خُدائ ته ووئيل، ”دا سزا زما د برداشت نه بهر ده. 14تۀ ما د زمکې نه وباسې او زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بې‌کوره يم او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“ 15خو مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”داسې نۀ ده، کۀ څوک تا ووژنى، نو اووۀ کسان به په بدل کښې وژلے شى.“ نو مالِک خُدائ په قائِن يوه نښه ولګوله چې خلقو ته پته وى چې څوک يې ګورى نو نۀ به يې وژنى. 16نو قائِن د مالِک خُدائ د حضور نه لرې لاړو او د عدن نمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نوم يې ”مسافر“ وو.
د قائِن اولاد
17قائِن د خپلې ښځې سره څملاستو او يو زوئ يې وشو او حنوک نوم يې پرې کېښودو. بيا قائِن يو ښار جوړ کړو او په دې ښار يې هم ”حنوک“ نوم کېښودو. 18د حنوک نه عيراد پېدا شو، هغه د محويااېل پلار وو، او د محويااېل زوئ متوسااېل پېدا شو، چې هغه د لمک پلار وو. 19د لمک دوه ښځې يوه عده او بله ضِله وه. 20د عده نه يابل پېدا شو، چې د هغه خلقو پلار وو چې څاروى ساتى او په خېمو کښې اوسيږى. 21د هغۀ ورور يوبل وو، هغه د هغو ټولو موسيقارانو پلار وو چې رباب او شپېلۍ غږوى. 22د ضِله نه توبل‌قائِن پېدا شو، چې هغۀ به د پيتلو او اوسپنې نه هر قِسم آوزار جوړول. د توبل‌قائِن خور نعمه وه. 23لمک خپلو ښځو ته ووئيل، ”عدې او ضِلې، زما خبره واورئ، ما يو زلمے وژلے دے ځکه چې هغۀ زۀ وهلے وم. 24کۀ د قائِن د وژلو په بدل کښې اووۀ کسان وژلے شى، نو زما د وژلو په بدل کښې به اووۀ اويا کسان ووژلے شى.“
شيث او انوش
25د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو. 26د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نوم په عبادت کښې اخستل شروع کړل.

Currently Selected:

پېدايښت 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy