YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 35

35
پينځۀ دېرشم باب
د ادوم خلاف پېشګوئې
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه 3او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د سعير غره زۀ ستا خلاف يم، او زۀ به ستا خلاف خپل لاس دروغزوم او تا به وران ويجاړ کړم. 4زۀ به ستا ښارونه په کنډرو بدل کړم او تۀ به شاړ او ويجاړ شې. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم. 5په هغه وخت کښې کله چې ما بنى اِسرائيلو له آخرى سزا ورکوله، نو ستاسو دائمى نفرت هغوئ قصابخانې ته ورسول، په هغه وخت کله چې په هغوئ افت نازل شوے وو. 6نو په دې وجه دې زما په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو قتل و غارت ته حواله کړم او دا به تاسو پسې وى. لکه څنګه چې تاسو د قتل و غارت نه نفرت ونۀ کړو، نو دغه شان قتل و غارت به تاسو پسې وى. 7زۀ به د سعير غر وران ويجاړ کړم او څوک هم چې په دې ځى راځى ټول به مړۀ کړم. 8زۀ به ستا غرونه د مړو نه ډک کړم، هغه څوک چې په تُوره مړۀ شوى دى، ستا په غونډو او ستا په درو او ستا په ټولو ګړنګونو کښې به پراتۀ وى. 9زۀ به تا د تل دپاره خالى کړم، او ستا ښارونه به بيا آباد نۀ شى. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم. 10ځکه چې تا ووئيل، ”دا دوه مُلکونه، اِسرائيل او يهوداه به زمونږ وى او مونږ به د دوئ جائيدادونه قبضه کړُو،“ اګر کۀ زۀ مالِک خُدائ هم هلته وم، 11نو په دې وجه زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو سره د هغه قهر او کينې په مطابق سلوک وکړم، کوم چې تاسو د هغوئ نه په نفرت کولو کښې ښکاره کړو او زۀ به خپل ځان د هغوئ په مينځ کښې څرګند کړم کله چې زۀ ستاسو عدالت کوم. 12نو بيا به تاسو پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ هغه بدې خبرې اورېدلې دى کومې چې تاسو د بنى اِسرائيل د غرونو په حقله کړې دى. تاسو ووئيل چې، دا وران او شاړ پراتۀ دى، مونږ ته دې د خوراک په توګه راکړے شوى دى چې وې خورو. 13تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې. 14مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې ټوله دُنيا د خوشحالۍ نه خوند اخلى، زۀ به تاسو شاړ کړم. 15ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

Currently Selected:

حزقى‌ايل 35: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in