YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 30

30
دېرشم باب
د مِصر دپاره د غم مرثيه
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه پېشګوئې وکړه او ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، وير وکړئ او ووايئ، افسوس دې وى په هغه ورځ 3ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى. 4د مِصر خلاف به تُوره رانازله شى، او په ايتهوپيا باندې به غم نازل شى. کله چې مِصر کښې مړى وشى، د هغۀ مال دولت به لوټ شى او د هغۀ بنيادونه به د بېخه وران شى. 5د ايتهوپيا، ليبيا، د لِديه، عربو، او د کوب زما د غوره شوى مُلک خلق به د مِصر سره په تُوره قتل کړے شى. 6مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، مِصر او د هغۀ اِتحاديان به ووژلے شى او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى. د مجدال نه تر اسوان پورې به هغوئ د هغۀ سره په تُوره قتل کړے شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. 7هغوئ به د نورو ورانو مُلکونو په مينځ کښې برباد وى، او د هغوئ ښارونه به د تباه شوو ښارونو په مينځ کښې پراتۀ وى. 8نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ په مِصر اور ولګوم او د هغۀ ټول مددګاران قتل شى. 9په هغه ورځ به پېغام رسوونکى زما نه په کشتۍ کښې روان شى چې د ايتهوپيا مغروره خلق ويروى. د مِصر د تباهۍ په ورځ به هغوئ ډېر پرېشانه شى، په يقين سره هغه ورځ راروانه ده. 10مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د بابل بادشاه نبوکدنضر په وسيله ګڼ مِصريان ختم کړم. 11هغه او د هغۀ فوجيان چې په ټولو قومونو کښې ظالمان دى د دې مُلک د تباهۍ دپاره به راوستے شى. هغوئ به خپلې تُورې د مِصر خلاف راوباسى او هغه به د مړو نه ډک کړى. 12زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل. 13مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به بُتان تباه کړم او په ميمفِس کښې مجسمې به ختمې کړم. نور به په مِصر کښې شهزاده نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک دهشت خور کړم. 14زۀ به بره مِصر تباه کړم، او ضُعن ته به اور ولګوم، او تيبس ته به سزا ورکړم. 15زۀ به خپل غضب د مِصر په مضبوط ښار پلوسيوم نازل کړم. او د تيبس ګڼ خلق به تباه کړم. 16زۀ به په مِصر اور ولګوم او پلوسيوم به د درد نه تاويږى. تيبس به په مينځ نيم کړم، او ميمفِس به په مسلسله پرېشانۍ کښې وى. 17د هليوپوليس او بوبستيس ځوانان به په تُوره مړۀ شى، او دا ښارونه به په خپله قبضه کړے شى. 18په تحفنحيس کښې به د ورځې تيارۀ شى کله چې زۀ د مِصر جغ مات کړم او د هغۀ زور به ختم شى. هغه به په وريځو کښې پټ شى، او د هغۀ کلى به قبضه کړے شى. 19نو زۀ به په مِصر سزا نازله کړم، او هغوئ به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د مِصر د فِرعون زور ختمېدل
20په يوولسم کال د وړومبۍ مياشتې په اوومه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 21”اے بنى آدمه، ما د مِصر د بادشاه فِرعون لاس مات کړو. هغه د رغېدلو دپاره ونۀ تړلے شو او نۀ ورسره تخته ولګولے شوه چې هغه دومره مضبوط شى چې تُوره ونيسى. 22په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف يم. زۀ به د هغۀ دواړه لاسونه مات کړم، روغ او مات دواړه لاسونه به يې مات کړم، او تُوره به د هغۀ د لاس نه وغورزوم. 23زۀ به مِصريان په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم. 24زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى. 25زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم، خو د فِرعون لاسونه به شل ګوډ کړم. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ خپله تُوره د بابل د بادشاه په لاس کښې کېږدم او چې هغه يې د مِصر خلاف راوکاږى. 26زۀ به مِصريان د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

Currently Selected:

حزقى‌ايل 30: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in