YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 29

29
يو کم دېرشم باب
د مِصر خِلاف پېشګوئې
1زمونږ د جلاوطنۍ د لسم کال د لسمې مياشتې په دولسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف خپل مخ ورواړوه. د هغۀ او د ټول مِصر خلاف پېشګوئې وکړه. 3هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے. 4زۀ به ستا په خولۀ کښې کُنډه واچوم او د هغه نِهرونو ټول کبان به ستا څرمن پورې ونښلوم. او زۀ به تا سره د هغه ټولو کبانو د نِهرونو نه راوکاږم کوم چې ستا څرمن پورې انښتى وى. 5زۀ به تا او ستا د نِهرونو هغه ټول کبان په صحرا کښې پرېږدم. تۀ به په اوچه زمکه پروت يې او تۀ به نۀ راغونډ او نۀ اوچت کړے شې. زۀ به تا د زمکې د ځناورو او د هوا د مارغانو خوراک کړم. 6نو بيا به هغوئ ټول په دې پوهه شى څوک چې په مِصر کښې اوسيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم. تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره صرف د لوخې امسا په شان وې. 7کله چې تۀ هغوئ په خپل لاس کښې ونيولې نو تا دړه وکړه او د هغوئ اوږه دې سورۍ کړه، او کله چې هغوئ په تا تکيه وکړه، نو ستا ملا ماته شوه. 8نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ستاسو خلاف تُوره راواخلم او ستاسو سړى او د هغوئ ځناور به قتل کړم. 9نو مِصر به په صحرا او شاړه زمکه بدل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ځکه چې تا وئيل چې، دريائے نيل زما دے، هغه ما جوړ کړے دے. 10نو په دې وجه زۀ ستا او ستا د نِهرونو خلاف يم، او زۀ به د مِصر مُلک تباه او وران ويجاړ کړم د مجدال نه تر اسوان پورې، او د ايتهوپيا د سرحدونو پورې. 11نۀ به د انسان او نۀ به د ځناورو قدم په تا تېر شى، او د څلوېښتو کالو پورې به په کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى. 12زۀ به د مِصر حال د خوا او شا ورانو مُلکونو نه بدتر کړم. او د هغۀ ښارونه به د تباه شوو ښارونو په مينځ کښې د څلوېښتو کالو پورې تباه پراتۀ وى. او زۀ به مِصريان په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم. 13نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به مِصريان د څلوېښتم کال په آخر کښې د هغه مُلکونو نه رايوځائ کړم کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو. 14زۀ به هغوئ بيا بحال کړم او خپل اصلى او د پلار نيکۀ مُلک جنوبى مِصر ته راولم. او هلته به د هغوئ يو کمزورے بادشاهت وى. 15دا به د نورو بادشاهتونو په مينځ کښې د ټولو نه کمزورے بادشاهت وى او کله به هم په نورو بادشاهتونو خپل ځان اوچت نۀ کړى. زۀ به دا دومره کمزورے کړم چې دا به هيڅکله هم په نورو قومونو حکومت ونۀ کړى. 16بنى اِسرائيل به نور په مِصر تکيه نۀ کوى خو دا به هغوئ ته د خپلې هغه ګناه کولو يو يادګار وى چې کله به دوئ د هغوئ نه مدد غوښتلو. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د نبوکدنضر بادشاه مِصر فتح کول
17په اوويشتم کال، د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 18”اے بنى آدمه، د بابل بادشاه خپل فوجيان د صور خلاف د حملې دپاره ورولېږل، تر دې چې د سخت جنګ په وجه ګنجيان شول او د هغوئ اوږې پولۍ شوې، خو د دې ټول تکليف باوجود بادشاه او هغوئ تش لاس راغلل. 19نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ د مِصر مُلک نبوکدنضر د بابل بادشاه له ورکوم، او هغه به د دې مال دولت ځان سره يوسى. هغه به دا لوټ کړى، خپلو فوجيانو ته به يې په تنخواه کښې حساب کړى. 20ما هغۀ ته په انعام کښې مِصر ورکړو د هغه کار په بدل کښې کوم چې هغۀ او د هغۀ فوجيانو زما دپاره کړے دے. مالِک خُدائ داسې فرمائى. 21چې کله دا هر څۀ وشى نو زۀ به بنى اِسرائيلو له نوے طاقت ورکړم. اے حزقى‌ايله، په هغه وخت به زۀ ستا خولۀ کولاو کړم او تۀ به دوباره د هغوئ په مينځ کښې خبرې شروع کړې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“

Currently Selected:

حزقى‌ايل 29: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in