YouVersion Logo
Search Icon

ګردان 2

2
دوېم باب
1په آخر کښې مونږ راوګرځېدو او په هغه لار بيابان ته لاړُو کومه چې بحرِقُلزم ته تلې وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ډېره موده د غرونو مُلک ادوم کښې سرګردانه ګرځېدو. 2بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې 3تاسو ډېره موده په دې غرونو کښې په ګرځېدو تېره کړې ده نو د شمال طرف ته لاړ شئ. 4هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى، 5خو تاسو به هغوئ نۀ راپاروئ، ځکه چې زۀ تاسو له د هغوئ د مُلک يو قدم ځائ هم نۀ درکوم. ادوم ما د عِيسو اولاد له ورکړے دے. 6تاسو به خوراک او اوبۀ د هغوئ نه په پېسو اخلئ. 7ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے. 8نو مونږ روان وُو او هغه لار مو پرېښوده کومه چې د ايلات او عصيون‌جابر ښارونو نه د مالګې درياب ته تلې وه او مونږ د موآب صحرا په طرف تاو شُو. 9مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“ 10د دېوانو يو طاقتور نسل چې د ايميان په نوم يادېدو هغوئ د عار په ښار کښې اوسېدل. هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو، کوم چې د دېوانو بل نسل وو. 11د عناقيانو په شان هغوئ هم د رفائيانو په نوم مشهور وُو، خو موآبيانو هغوئ ته ايميان وئيل. 12حوريان په ادوم کښې اوسېدل، خو د عِيسو اولاد هغوئ وشړل، د هغوئ قوم يې تباه کړو او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، لکه څنګه چې وروستو بنى اِسرائيلو خپل دشمنان د هغه مُلک نه وشړل کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو. 13موسىٰ خپله خبره جارى وساتله او وې فرمائيل، ”بيا مونږ د زرد سيند نه پورې وتلو لکه څنګه چې مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى وُو. 14دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. 15مالِک خُدائ هغوئ له تر هغه سزا ورکوله چې هغوئ ټول د قوم نه ختم شوى نۀ وُو. 16کله چې جنګ ته د برابر عُمر ټول سړى مړۀ شوى وُو، 17نو مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل چې 18نن به تاسو د عار په لاره د موآب علاقې نه تېرېږئ. 19بيا به تاسو د عمونيانو مُلک ته نزدې شئ، کوم چې د لوط اولاد دے. هغوئ له تکليف مۀ ورکوئ او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ، ځکه چې ما کومه زمکه هغوئ له ورکړې ده د هغې زمکې نه لږه هم تاسو له نۀ درکوم.“ 20دا علاقه د رفائيانو د مُلک په نوم هم مشهور ده، دا د هغه خلقو نوم دے چې هلته اوسېدل، عمونيانو هغوئ د زمزميانو په نوم يادول. 21هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو. هغوئ ډېر زيات وُو او هغوئ يو طاقتور نسل وو. خو مالِک خُدائ هغوئ تباه کړل، نو عمونيانو د هغوئ په مُلک قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل. 22مالِک خُدائ د ادوميانو دپاره هم دغه شان وکړل، چې د عِيسو اولاد وو او د غرونو په مُلک ادوم کښې اوسېدل. هغۀ حوريان تباه کړل، نو ادوميانو د هغوئ په زمکه قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، چرته چې تر اوسه پورې هغوئ اوسيږى. 23د مديترانى د سمندر د غاړې سره دا مُلک په هغه خلقو آباد وو چې هغوئ د کريت د جزيرې وُو. هغوئ عويان تباه کړل، کوم چې اصلى اوسېدونکى وُو او د غزه ښار پورې د هغوئ په ټول مُلک يې قبضه وکړه. 24”کله چې مونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل، اوس، روان شئ او د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورى بادشاه سيحون او د هغۀ مُلک تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ او د هغۀ مُلک قبضه کړئ. 25د نن نه به د دُنيا په ټولو قومونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نوم اورېدو سره په لړزان کيږى.
د بنى اِسرائيلو سيحون بادشاه له شکست ورکول
26بيا ما د قديمات د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د صُلحې د پېش‌کش دپاره پېغام وړُونکى ورولېږل چې وئيل چې 27مونږ پرېږده چې ستا د مُلک نه تېر شُو. مونږ به نېغ روان يُو او د لارې نه به اخوا دېخوا نۀ اوړُو. 28مونږ چې کوم خوراک وخورو او چې کومې اوبۀ وڅښو نو د هغې پېسې به درکړُو. مونږ صِرف ستاسو د مُلک نه تېرېدل غواړو، 29او چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کومه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له راکوى. د عِيسو اولاد په ادوم کښې اوسيږى او موآبيان چې په عار کښې اوسيږى، هغوئ مونږ له اجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو. 30خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده. 31بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ګوره، ما سيحون بادشاه او د هغۀ مُلک ستاسو په مخکښې کمزورے کړے دے، د هغۀ مُلک ونيسئ او قبضه يې کړئ. 32سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتلو. 33خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه مونږ له په لاس کښې راکړو، مونږ هغه، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول سړى ووژل. 34هم په هغه وخت مونږ ټول ښارونه ونيول او تباه مو کړل او هر يو کس، سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو. 35مونږ څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل. 36مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے. 37خو نۀ مونږ د عمونيانو علاقې ته لاړُو، نۀ د يبوق سيند غاړې ته، نۀ د غرونو مُلک ښارونو ته او نۀ بل نزدې يو ځائ ته لاړُو چرته چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د تلو نه منع کړى وُو.

Currently Selected:

ګردان 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy