4
څلورم باب
د نبوکدنضر دوېم خوب ليدل
1نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ. 2زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى. 3د هغۀ معجزې څومره لوئ دى، او د هغۀ عجائبات څومره طاقتور دى. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده. 4ما نبوکدنضر په خپل محل کښې په آرام او عېش عشرت سره ژوند کولو. 5ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم. 6نو ما بيا حکم وکړو چې د بابل ټول هوښيار خلق راوغواړئ چې زما د خوب تعبير وکړى. 7نو کله چې جادوګر، فالګر، نجوميان او قسمت معلومونکى راغلل، ما هغوئ ته خوب ووئيلو خو هغوئ د هغې تعبير ما ته ونۀ کړے شو. 8خو آخر دانيال زما حضور ته راغلو، او ما ورته خپل خوب بيان کړو. مقدسو معبودانو ورته خاص طاقت ورکړے وو، او ما په هغۀ باندې د خپل معبود بيلطشضر نوم کېښودو. او د معبودانو روح په هغۀ کښې وو. 9ما ورته ووئيل چې، ”بيلطشضر د جادوګرانو مشره زۀ په دې پوهېږم چې د معبودانو روح په تا کښې دے، او هيڅ راز معلومول ستا دپاره مشکل کار نۀ دے. زما خوب داسې دے، او تۀ يې ما ته تعبير راکړه. 10کله چې زۀ په خپل کټ کښې اودۀ وم ما دا خوب وليدلو، ما وليدل، زما په وړاندې د زمکې په مينځ کښې يوه ونه ولاړه وه. او هغه ډېره زياته اوچته وه. 11دا ونه ډېره غټه او لوړه او طاقتوره شوه او سر يې د آسمان سره ولګېدو، او دا به د ټولې دُنيا د بل سر نه ښکارېدله. 12د هغې پاڼې ښکلې وې، او مېوه يې ډېره وه، او په دې کښې د هر چا خوراک وو. او د هغې لاندې د مېدان ځناورو د ځان دپاره د پناه ځائ پېدا کړو، او د هوا مارغانو يې په څانګو کښې ځان له جالې جوړې کړې، او هغې نه هر يو مخلوق ته خوراک مِلاوېدلو. 13کله چې ما لا په خوب کښې د دې رويا په حقله سوچ کولو، نو ومې ليدل چې د آسمان نه يوه مقدسه فرښته راکوزېده، چې اخوا ديخوا يې کتل. 14هغې په زور سره دا اعلان وکړو چې، دا ونه راوغورزوئ او څانګې يې پرې کړئ، د دې پاڼې راوشوکوئ او مېوه يې تس نس کړئ. د دې لاندې ځناور او د څانګو نه يې مارغان وشړئ. 15خو د دې بېخ په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو پټۍ ترې نه تاو کړئ. او هلته يې په واښو کښې پرېږدئ. نو پرېږدئ چې هغه په پرخه کښې لوند شى او هغه دې په ځنګل کښې د ځناورو سره اوسيږى. 16اووۀ کاله به هغه د انسان عقل نۀ لرى بلکې د هغۀ عقل به د ځناورو وى. 17د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“ 18نبوکدنضر بادشاه ووئيل، ”دا هغه خوب دے چې ما وليدلو. نو بيا بيلطشضره، تۀ ما ته د دې تعبير بيان کړه ځکه چې زما يو شاهى مشير هم ما له د دې تعبير نۀ شى راکولے. خو تۀ يې راکولے شې ځکه چې د مقدسو معبودانو روح په تا کښې دے.“
د حضرت دانيال د دوېم خوب تعبير ورکول
19نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى. 20هغه ونه چې تا وليدله، کومه چې دومره لوړه وه چې آسمان ته رسېدلې وه او په دُنيا کښې هر چا ته ښکارېدله، 21د هغې پاڼې ښائسته وې او مېوه يې دومره زياته وه چې د ټولې دُنيا دپاره کافى وه. ځنګلى ځناورو د دې لاندې آرام کولو او مارغانو به د دې په څانګو کښې جالې جوړولې. 22اے بادشاه سلامت، تۀ په خپله هغه ونه يې. تۀ ډېر اوچت او مضبوط شوے يې، تۀ دومره لوئ شوے يې چې لويوالے دې تر آسمانه پورې رسېدلے دے او ستا بادشاهت د زمکې د بله سره پورې رسيږى. 23اے بادشاه سلامت، تا يوه مقدسه فرښته وليدله، چې د آسمان نه لاندې راکوزېدله او فرمائيل يې چې، دا ونه ووهئ او تباه يې کړئ، خو د هغې تنه او جرړې په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو په زنځير يې وتړئ او په واښو کښې يې پرېږدئ. او پرېږده چې په پرخه کښې لوند شى، او چې د اوو کالونو پورې د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې پاتې شى. 24اے بادشاه سلامت، ستا د خوب تعبير دا دے کومه فېصله چې خُدائ تعالىٰ ستا خلاف کړې ده. 25تۀ به د خلقو نه يوې خوا ته وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به ژوند کوې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې او د آسمان په پرخه به تر کولے شې. نو بيا به اووۀ کالونه تير شى ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې صرف خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى. 26د فرښتې هغه حکم چې د ونې تنه سره د جرړو پرېږدئ نو د هغې مطلب دا دے چې ستا بادشاهى به بيا راشى خو کله چې تاسو آسمانى حکومت ومنئ. 27بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“ 28بيا دا هر څۀ په نبوکدنضر بادشاه وشُو. 29دولس مياشتې وروستو کله چې هغه په بابل کښې د شاهى محل په چت باندې ګرځېدو، 30هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“ 31هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو. 32تۀ به د خلقو نه وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به اوسېږې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې. په دې به اووۀ کالونه تير شې ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.“ 33نو سمدستى هغه څۀ پوره شُو څۀ چې د نبوکدنضر په حقله وئيلى شوى وُو. هغه د خلقو د مينځ نه وشړلے شو او د ځناورو په شان يې ګياه وخوړله. د هغۀ په بدن پرخه ورېدله تر هغې پورې د هغۀ وېښتۀ لکه د شاهين د بڼو په شان لوئ شُو او د هغۀ نوکونه لکه د مارغانو د پنجو په شان اوږدۀ شول.
د نبوکدنضر د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانول
34د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده. 35د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“ 36په هم هغه وخت کښې کله چې زما عقل کار شروع کړو، نو زما عزت او شان و شوکت ما ته د خپلې بادشاهۍ دپاره واپس مِلاو شو او زما مشيرانو او آفسرانو ما ته حلف راکړو، زۀ په خپل تخت باندې دوباره کښېناستلم. او د پخوا نه زما عزت نور هم زيات شو. 37نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.