YouVersion Logo
Search Icon

عاموس 7

7
اوؤم باب
د قحطۍ د مُلخانو په حقله رويا
1قادر مطلق خُدائ ما ته په رويا کښې دا وښودل چې، هغۀ د قحطۍ مُلخانو لښکرې د حملې دپاره تيارولې. دا په هغه وخت کښې وشول کله چې د بادشاه د برخې وړومبے فصل رېبلے شوے وو او د دوېم فصل د راختلو وخت وو. 2ما په خپله رويا کښې وليدل چې د قحطۍ مُلخانو د زمکې ټول شينکے وخوړلو، نو بيا ما ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه مونږ معاف کړه، ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر وړوکے دے.“ 3نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى،“ مالِک خُدائ وفرمائيل.
د اور په حقله رويا
4نو قادر مطلق خُدائ ما ته بله رويا وښودله، په رويا کښې ما وکتل چې هغه تيارے کوى چې خپلو خلقو له د غټ اور په ذريعه سزا ورکړى. هغه اور د سمندر بېخ وسوزولو او ټوله زمکه يې تباه کړه. 5نو بيا ما چغې کړې، ”اے قادر مطلق خُدايه زۀ تا ته زارى کوم، بس کړه. ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر کمزورے دے.“ 6نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.
د سال په حقله رويا
7نو بيا ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې ما وليدل چې مالِک خُدائ د يو داسې دېوال په خوا کښې ولاړ وو چې د سال سره جوړ وو او د هغۀ په لاس کښې سال وو. 8او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم. 9په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“
عاموس او امصياه
10نو بيا د بيت‌ايل اِمام امصياه د اِسرائيل بادشاه يربعام له دا خبر ورولېږلو چې، ”عاموس د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ستا خلاف سازشونه جوړوى. د هغۀ وينا د برداشت نه بهر ده. 11ځکه چې عاموس داسې فرمائى چې، يربعام به په تُوره مړ شى، او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“ 12بيا امصياه عاموس ته ووئيل، ”اے رويا کتونکيه، دلته نه اوځه. او واپس د يهوداه مُلک ته لاړ شه. هلته خپل رزق وګټه او هلته خپلې پېشګويانې کوه. 13دلته په بيت‌ايل کښې نورې پېشګويانې مۀ کوه، ځکه چې بادشاهى محل او بادشاهى عبادتخانه دلته ده.“ 14خو عاموس امصياه ته جواب ورکړو، ”نۀ زۀ پېغمبر يم او نۀ د پېغمبر زوئ يم، زۀ صرف يو شپون يم او د اينځر د ونو خيال هم ساتم. 15خو مالِک خُدائ زۀ د شپونتوب نه راروان کړم او حُکم يې راکړو چې، لاړ شه او زما خلقو اِسرائيل ته پېشګوئې وکړه. 16نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه. 17نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“

Currently Selected:

عاموس 7: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in