5
پينځم باب
د بنى اِسرائيلو سندرې وئيل
1اے بنى اِسرائيلو، زۀ چې د غم کومه سندره ستاسو په حقله وايم، هغې ته غوږ ونيسئ، 2”پېغله بنى اِسرائيل راغورزېدله ده، بيا به هيڅکله دوباره نۀ راپاڅى. هغه په خپله زمکه يواځې راغورزېدلې ده چې هيڅوک به يې دوباره ونۀ دروى.“ 3مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيلو د يو ښار نه چې زر فوجيان د جنګ دپاره ولېږلے شى، نو صرف سل به په کښې پاتې شى، او چې د يو بل ښار نه يې سل فوجيان ولېږلے شى، نو صرف لس به په کښې واپس راشى.“ 4مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قوم ته داسې فرمائى، ”ما ولټوئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. 5مۀ بيتايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيتايل به نيست و نابود کړے شى.“ 6د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيتايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى. 7تاسو هغه څوک يئ چې اِنصاف په ګنډير بدلوئ او صداقت په زمکه راغورزوئ. 8هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے. 9هغه په زورَورو خلقو سمدستى تباهى راولى او د هغوئ مضبوطې قلعه ګانې تباه کوى. 10تاسو د هغوئ نه نفرت کوئ څوک چې په عدالت کښې اِنصاف کوى، او هغوئ سپکوئ څوک چې حقيقت وائى. 11تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ. 12ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ. 13نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده. 14د ښو لټون کوئ او بدو پسې مۀ ګرځئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا به مالِک خُدائ، ربُ الافواج ستاسو مل وى، لکه څنګه چې تاسو دعوىٰ کوئ چې هغه ستاسو مل دے. 15د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى. 16نو ځکه مالِک خُدائ، ربُ الافواج قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په ټولو کوڅو کښې به ژړاګانې وى او په هر چوک کښې به د مړو وير وى. زمينداران د ماتم کولو دپاره راوغوښتلے شى او کسبى ماتم کوونکى به د ژړا دپاره راوغوښتلے شى. 17د انګورو په ټولو باغونو کښې به ژړاګانې وى، ځکه چې زۀ به ستاسو د سزا دپاره ستاسو په مينځ کښې تېر شم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
د مالِک خُدائ ورځ
18په تاسو دې افسوس وى څوک چې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ. تاسو ولې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه بلکې د تيارې ورځ وى. 19دا به داسې وى لکه چې څوک د ازمرى نه تښتى او مېلو ته مخامخ شى، او يا خپل کور ته لاړ شى او لاس په دېوال باندې کېږدى او مار يې وچيچى. 20آو، د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به تيارۀ او د نااُميدۍ سبب وى. دې کښې به د خوشحالۍ يا د اُميد رڼا نۀ وى. 21”زۀ ستاسو اخترونو نه سخت نفرت کوم او ستاسو مذهبى محفلونه ما ته هيڅ خوشحالى نۀ راکوى. 22اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم. 23د خپلو سندرو شور زما نه اخوا کړئ، زۀ ستاسو د رباب ساز اورېدل نۀ غواړم. 24د دې په ځائ دې اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى. 25اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟ 26خو اوس چې تاسو د سکوت بُت عبادت وکړو کوم چې تاسو خپل بادشاه منئ، او کيوان چې ستاسو په ستورو کښې معبود دے، نو تاسو به دا بُتان په خپلو اوږو ګرځوئ. 27نو په دې وجه به زۀ تاسو د دمشق نه هم اخوا جلاوطن کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى، د چا نوم چې قادر مطلق خُدائ دے.