YouVersion Logo
Search Icon

اعمال ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
اعمال د رسولانو کِتاب د هغه ځائ نه شروع کيږى چرته نه چې د حضرت لوقا زيرے ختم شوے وو، دا د زيرى هغه اولنى خورېدل بيانوى کله چې د حضرت عيسىٰ مسيح مريدان د دې زېرى سره يروشلم، يهوديه، سامريه او د هغې نه وړاندې لاړل. دا کِتاب د حضرت عيسىٰ مسيح آسمان ته ختل او د فسحې اختر نه وروستو د پنځوسمې ورځ واقعې بيانوى. او هم دا کِتاب د روحُ القُدس نازلېدو سره شروع کيږى. حضرت عيسىٰ په خپله روح اللّٰه او روحُ القُدس دے، څوک چې خپلو ټولو منونکو ته په هره زمانه کښې روحانى طاقت ورکوى چې زيرے هر چرته خور کړى او د خلقو جماعتونه آباد کړى. د حضرت عيسىٰ مسيح د زيرى پېغام صرف د بنى اِسرائيلو دپاره نۀ دے بلکې د ټولو قبيلو او قومونو دپاره دے. اعمال د رسولانو کِتاب مونږ ته دا رازده کوى چې د زيرى مطلب دا نۀ دے چې دُنياوى بادشاهى دې راشى بلکې غېر سياسى د خُدائ پاک بادشاهى دې راشى. اعمال د رسولانو کِتاب دا هم ښائى چې رسولانو څنګه د حضرت عيسىٰ مسيح د کار خِدمت وکړو او دا کِتاب د روميانو د کِتاب نه تر مکاشفې پورې د تاريخ پس منظر هم پېش کوى. د حفظ کولو دپاره ۱:_۸ آيت ”خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy