YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 2

2
دوېم باب
د روحُ القُدس نازلېدل
1د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو، 2ناګهانه د آسمان نه د تېز باد په شان آواز راغلو او په هغه ټول کور کښې خور شو چرته چې هغوئ ناست وُو. 3او هغوئ د اور په شان ژبې وليدلې چې په خپلو کښې جدا شوې، او په هغوئ هر يو نازلې شوې. 4او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو. 5هغه وخت په يروشلم کښې د آسمان د لاندې د هر قوم نه راغلى پرهيزګاره يهوديان اوسېدل. 6کله چې هغوئ دا آواز واورېدلو نو ګڼه راجمع شوه او هغوئ په دې حېران شول ځکه چې هغوئ هر يو په خپله خپله ژبه د هغوئ نه خبرې اورېدلې. 7په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟ 8نو بيا دا څنګه کېدے شى چې مونږ هر يو د هغوئ نه زمونږ په مورنۍ ژبه خبرې اورو؟ 9يعنې پارتهيان، ميديان، عيلاميان، او د مسوپتاميه اوسېدونکى، د يهوديه، کپدوکيه، پونطوس، آسيه، 10فروګيه، پمفوليه، مِصر، ليبيا د ضلعو چې د کرينى طرف ته دى او هم رومى مسافران، 11يهوديان او نوې يهوديان شوى دواړه، کريتيان او عرب، مونږ ټول اورو چې هغوئ د خُدائ پاک لوئ کارونه زمونږ په خپلو ژبو کښې بيانوى.“ 12هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“ 13خو ځينو په هغوئ پورې ټوقې وکړې او وئ وئيل چې، ”دوئ د شرابو په نشه کښې دى.“
د پطروس بيان
14بيا پطروس د نورو يوولسو تنو سره پاڅېدو او په اوچت آواز يې ګڼې ته بيان وکړو، ”اے يهوديانو ملګرو او د يروشلم اوسېدونکو، څۀ چې زۀ وايم هغه غور سره واورئ. 15دا کسان د شرابو په نشه کښې نۀ دى لکه څنګه چې ستاسو خيال دے ځکه چې اوس خو لا د سحر نهۀ بجې دى. 16خو دا هغه څۀ دى چې يوايل نبى د هغې په حقله وئيلى وُو چې، 17خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى. 18تر دې چې زۀ به په هغه ورځو کښې په خپلو نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح هم نازل کړم او هغوئ به نبوت کوى. 19او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم. 20نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى. 21خو څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. 22اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده. 23دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو. 24خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى. 25حضرت داؤد د هغۀ په حقله فرمائى چې، ”زۀ په دې پوهېږم مالِک خُدائ همېشه راسره دے. هغه ما سره په خوا کښې دے نو زۀ به نۀ غورزېږم. 26نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، په دې وجه زما زړۀ خوشحاله دے او زما ژبه خوشحالى کوى، بلکې زما بدن به هم په اُميد کښې اوسى، 27ځکه چې تۀ به زما روح عالمِ ارواح ته پرې نۀ ږدې او نۀ به تۀ خپل قُدوس خاوره کېدو ته پرېږدې. 28تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما ته راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما ته راکړې.“ 29زما دوستانو، زۀ به درته په اطمينان سره دا ووايم چې نيکۀ داؤد وفات شوے وو او ښخ کړے شوے وو او د هغۀ قبر تر نن ورځې دلته موجود دے. 30خو داؤد پېغمبر وو او هغۀ ته پته وه چې خُدائ پاک هغۀ سره وعده او قسم کړے دے چې د هغۀ د اولاد نه به هغه يو کس د هغۀ په تخت کښېنوى. 31هغه د مستقبل نه خبر وو نو هغۀ د مسيح د بيا ژوندى کېدو په حقله وئيل چې، نۀ به هغه عالمِ ارواح کښې پرېښودلے شى، او نۀ به د هغۀ بدن خاوره کېدو ته پرېښودلے شى. 32هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو. 33نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ. 34خو داؤد په خپله آسمان ته نۀ وو ختلے خو هغه هم وائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه، 35ترڅو چې ستا دشمنان ستا تر پښو لاندې کړم.“ 36نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“ 37چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“ 38پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى. 39ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“ 40او پطروس په داسې نورو ډېرو خبرو د هغوئ ډاډګيرنه وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”خپل ځانونه د دې خرابې پيړۍ نه وساتئ.“ 41چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول. 42ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.
د ايماندارانو په خپلو کښې ژوندون تېرول
43په هر چا يره وه ځکه چې رسولانو د خُدائ پاک په وسيله معجزې او عجيبه کارونه کول. 44او ټول ايمانداران په يو ځائ راجمع کېدل او په هر څۀ کښې شريک وُو. 45او هغوئ خپل مال اسباب خرڅولو او هر چا ته يې د حاجت په مطابق پېسې ورکولې. 46هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو. 47هغوئ د خُدائ پاک ثنا وئيله، او ټول خلق ترې راضى وُو. هره ورځ څومره خلقو چې خلاصون موندلو نو مالِک د هغوئ په ډله کښې شاملول.

Currently Selected:

اعمال 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy