19
نولسم باب
پولوس رسول په اِفِسوس کښې
1څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل، 2هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”د ايمان راوړلو په موقع په تاسو روحُ القُدس نازل شوے وو؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه، مونږ ته خو دا پته هم نشته چې روحُ القُدس څۀ څيز دے.“ 3بيا پولوس ووئيل چې، ”تاسو ته د څۀ بپتسمه درکړے شوې وه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د يحيىٰ بپتسمه.“ 4پولوس ورته ووئيل چې، ”د يحيىٰ بپتسمه خو د توبې بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيل چې په هغه چا ايمان راوړئ څوک چې زما نه پس راتلونکے دے، او هغه عيسىٰ دے.“ 5په دې اورېدو هغوئ ته د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه. 6کله چې پولوس خپل لاسونه د هغوئ په سر کېښودل نو په هغوئ روحُ القُدس نازل شو او هغوئ په غېر ژبو خبرې شروع کړې او پېشګويانې يې کولې. 7هلته هغوئ ټول تقريباً دولس کسان وُو. 8تر درېو مياشتو پورې پولوس عبادتخانې ته تلو او په زړۀ ورتيا به يې خبرې کولې او خلق يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله قائلول. 9خو ځينى ډېر ضدناک وُو او ايمان راوړلو نه يې اِنکار وکړو او د جماعت په وړاندې يې د خُدائ پاک لارې ته بدرد وئيل. نو پولوس هغوئ نه لاړو او خپل مريدان يې د ځان سره بوتلل او هره ورځ به يې د تورنوس په سکول هال کښې بحث کولو. 10تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.
د سکيوا زامن
11خُدائ پاک د پولوس په وسيله لوئې لوئې معجزې وکړې، 12تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل. 13بيا ځينې دم آچوونکى يهوديان چې سيلانيان وُو نو هغوئ به هم د پيريانو د ايستلو دپاره د مالِک عيسىٰ نوم دغه شان استعمالولو. هغوئ به وئيل چې، ”تاسو ته د هغه عيسىٰ په نوم حکم درکوو چې پولوس يې بيانوى رابهر شئ.“ 14د سکيوا نومې يهودى مشر اِمام اووۀ زامنو هم دا کار کولو. 15خو پيريانو جواب ورکړو او وې وئيل چې، ”زۀ عيسىٰ پېژنم او پولوس هم پېژنم، خو تاسو څوک يئ؟“ 16بيا هغه پيريانو نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړو او ټول يې رالاندې کړل او داسې يې وټکول چې هغوئ د هغۀ کور نه بربنډ او ژوبل شوى وتښتېدل. 17کله چې په اِفِسوس کښې د دې خبرې ټولو يهوديانو او يونانيانو ته پته ولګېده نو په هغوئ ټولو يره راغله او د مالِک عيسىٰ د نوم لوئى يې بيان کړه. 18ډېرو کسانو چې ايمان يې راوړے وو، رامخکښې شول او په خپله يې دا اِقرار وکړُو چې هغوئ جادوګرى کوله. 19ډېرو هغه جادوګرو چا چې جادوګرى کوله خپل کتابونه يې راټول کړل او د خلقو په وړاندې يې وسوزول. کله چې د دې کتابونو د قيمت اندازه ولګولے شوه، نو دا د پنځوسو د سپينو زرو د سيکو وو. 20دغه شان د مالِک کلام ډېر خور او مضبوط شو.
په اِفِسوس کښې بلوه
21نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“ 22نو هغۀ خپل دوه مدد کوونکى تيموتيوس او اِراستوس مِکدونيه ته ولېږل او په دې دوران کښې هغه په خپله د څۀ وخت دپاره د آسيه په صُوبه کښې پاتې شو. 23هم په دې دوران کښې د خُدائ پاک د لارې په وجه سخت تکليف جوړ شو. 24هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو. 25هغۀ هغوئ سره د دې روزګار نور کاريګر او تاجران هم راغونډ کړل او وئ وئيل چې، ”اے وروڼو، تاسو ته ښۀ پته ده چې زمونږ ټول آمدن هم د دې تجارت نه دے. 26خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى. 27دلته صرف دا خطره نۀ ده چې زمونږ کاروبار به بېقدره شى بلکې د ارتِميسې زيارت به هيڅ څيز هم ونۀ ګڼلے شى او د لوئ خُدائ ارتِميس هغه شان او شوکت به ختم شى چې ټولې آسيه او دُنيا به يې عبادت کولو.“ 28کله چې هغوئ دا خبرې واورېدلې نو هغوئ په غصه شول او شور يې جوړ کړو چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“ 29نو ټول ښار ګډوډ شو او هغوئ د پولوس د سفر ملګرى، د مِکدونيه اوسېدونکى ګايوس او اريسترخوس ونيول او د تماشې ځائ ته يې راوستل. 30پولوس هغه ګڼې ته تلل غوښتل خو مريدانو پرې نۀ ښودو. 31تر دې چې د آسيه د صوبې مشرانو چې د پولوس دوستان وُو، هغۀ ته منت وکړو چې، ”د تماشې ځائ ته لاړ نۀ شې.“ 32په دې دوران کښې په چغو سورو کښې به چا څۀ وئيل او چا څۀ ځکه چې ټوله غونډه ګډه وډه وه او ډېر په دې خبر هم نۀ وُو چې هغوئ د څۀ دپاره راجمع شوى دى. 33خو په غونډه کښې د ځينو کسانو دا خيال وو چې سکندر قصوروار دے ځکه چې يهوديانو هغه وړاندې راديکه کړو. او سکندر خلقو ته د خاموشۍ اِشاره وکړه او د ګڼې په وړاندې يې د خپلې دفاع کولو کوشش وکړو. 34خو کله چې هغوئ وپېژندو چې هغه يهودى دے نو تقريباً تر دوو ګينټو هغوئ ټولو يوه چغه ويستله چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“ 35خو د ښار ناظم اعلىٰ ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چې، ”اے د اِفِسوس خلقو، څوک دى چې ورته دا پته نۀ وى چې زمونږ د اِفِسوس ښار د لوئ ارتِميسې د زيارت او د هغې يو مقدس کاڼے چې د آسمان نه راپرېوتے دے. 36نو چې د دې څيزونو نه اِنکار نۀ شى کېدے، نو تاسو له په کار دى چې خاموشه شئ او په تادۍ کښې څۀ غلطى ونۀ کړئ. 37دا کسان چې تاسو دلته راوستى دى، نۀ خو دوئ د زيارت غلۀ دى او نۀ يې زمونږ د ديوى ګستاخى کړې ده. 38په دې وجه کۀ چرې ديميتريوس او د هغۀ کسبګرو سره د چا خلاف شکايت وى نو عدالتونه کولاو دى او منصفان هم په کښې دى، پرېږدئ چې دواړه په خپلو کښې د يو بل خلاف شکايت وکړى. 39خو کۀ تاسو بله کومه معامله راوړاندې کوئ نو د هغې فېصله به په قانونى مجلس کښې وشى. 40مونږ د نننۍ شور شرابې په حق کښې د شکايت يره په ځان ومنله ځکه چې دا بېمقصده وه او مونږ سره د حکومت دپاره هيڅ جواب نشته.“ 41کله چې ناظم اعلىٰ دا خبره وکړه نو هغه ګڼه رُخصت شوه.