YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 18

18
اتلسم باب
د پولوس رسول کورنتوس ښار ته تلل
1د دې نه پس پولوس د اتينيه نه روان شو او کورنتوس ته لاړو. 2هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو يهوديانو ته حُکم ورکړے وو چې د روم نه ووځئ. پولوس هغوئ سره د مِلاوېدو دپاره ورغلو. 3پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو. 4هغۀ به د هر سبت په ورځ د يهوديانو په عبادتخانې کښې بحث مباحثه کوله او د هغۀ کوشش دا وو چې يهوديان او يونانيان خپل ځان ته راواړوى. 5کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے. 6خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېر‌يهوديانو ته لاړ شم.“ 7بيا هغه د عبادتخانې نه روان شو او د تيطيوس يوستوس نومې سړى کور ته لاړو چې د خُدائ پاک عبادت کوونکے وو او کور يې د عبادتخانې سره نزدې وو. 8کرسپوس چې د عبادتخانې مشر وو سره د خپل مکمل خاندان په مالِک ايمان راوړو، او ډېرو کورنتيانو چا چې د پولوس تعليم واورېدو ايمان يې راوړو او بپتسمه ورته ورکړے شوه. 9يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، خپل تبليغ جارى ساته او خاموشه کېږه مه، 10ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“ 11نو هغه هلته يو کال او شپږ مياشتې پاتې شو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د کلام تعليم ورکولو. 12خو چې کله ګليو د اخيه حاکِم شو نو يهوديانو په شريکه په پولوس حمله وکړه او هغه يې عدالت ته پېش کړو. 13هغوئ ووئيل چې، ”دغه سړے په داسې طريقه خلق د خُدائ پاک عبادت ته راړوى چې د شريعت خلاف ده.“ 14څنګه چې پولوس جواب ورکولو نو په دې کښې ګليو يهوديانو ته ووئيل چې، ”کۀ چرې دا خبره د جرم يا د سخت شرارت وى نو يهوديانو، ما به ستاسو شکايت مناسب ګڼلے وو. 15خو چې دا ستاسو د لفظونو، نومونو او د يهودى شريعت خبره ده، نو بيا تاسو په خپله ورسره پوهه شئ، زۀ د داسې مسئلو منصف جوړېدل نۀ غواړم.“ 16او هغۀ هغوئ د عدالت نه وشړل. 17بيا هغوئ ټولو سوستينس راونيولو څوک چې د عبادتخانې سردار وو او هغه يې د عدالت په وړاندې ووهلو. خو ګليو په دې کار هيڅ غوږ ونۀ ګرولو.
د پولوس رسول اَنطاکيه ته واپس راتلل
18پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه. 19کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه. 20هغوئ ورته د زيات وخت دپاره د پاتې کېدو خواست وکړو خو هغۀ اِنکار وکړو. 21خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو. 22کله چې هغه په قيصريه کښې د جهاز نه کوز شو نو هغه يروشلم ته لاړو او د جماعت د خلقو سره مِلاو شو او بيا اَنطاکيه ته واپس شو. 23هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.
د اپولوس په اِفِسوس کښې بيان
24نو اپولوس نومې يو يهودى چې د اسکندريه اوسېدونکے وو، اِفِسوس ته راغلو. او د هغۀ خبرې ډيرې خوږې وې او د کِتابِ مقدس تکړه عالم وو. 25هغۀ د مالِک خُدائ د لارې تعليم حاصل کړے وو او په روحانى جوش سره يې خبرې کولې او د عيسىٰ په حقله يې صحيح تعليم ورکولو. اګر کۀ هغه صرف د يحيىٰ د بپتسمې نه واقف وو. 26هغۀ په عبادتخانې کښې په زړۀ ورتيا سره خبرې شروع کړې. خو چې کله پرسکله او اکوله د هغۀ خبرې واورېدلې نو هغوئ هغه يو طرف ته کړو او د خُدائ پاک لار يې ورته په صحيح تفصيل سره بيان کړه. 27او چې اپولوس وغوښتل چې اخيه ته پورې وځى نو ايماندارانو هغۀ ته د تلو ډاډ ورکړو او مريدانو ته يې وليکل چې د هغۀ هرکلے وکړى. نو چې هغه هلته ورسېدو نو هغۀ د هغه چا دپاره چې د خُدائ پاک په فضل يې ايمان راوړى د لوئ ښېګړې سبب شو. 28ځکه چې هغۀ په مناظره کښې په ډېرو دليلونو سره يهوديان لاجوابه کړل او د کِتاب مقدس نه يې دا ثابته کړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.

Currently Selected:

اعمال 18: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in