YouVersion Logo
Search Icon

دوېم تيموتيوس 1

1
اول باب
دُعا او سلام
1د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے، او د دې دپاره چې په عيسىٰ مسيح کښې وعده شوے ژوند خلقو ته ورسوى. 2زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى. 3زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم. 4کله چې زۀ ستا هغه د جدايۍ د وخت اوښکې رايادې کړم، نو تا سره د بيا ليدو خواهشمند يم، د دې دپاره چې د خوشحالۍ نه ډک شم. 5ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے. 6په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے. 7ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے. 8نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه. 9خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى. 10خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو. 11د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم، 12او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے. 13هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه. 14د هغه روحُ القُدس په وسيله چې په مونږ کښې اوسيږى د هغه قيمتى خزانې حفاظت وکړه چې تا ته سپارلے شوې ده. 15څنګه چې تاسو ته پته ده چې د آسيه صوبې ټول خلق سره د فوګلوسه او هرموګينيسه زما نه منکر شول. 16مالِک دې د اُنيسفرس په خاندان رحم وکړى ځکه چې زۀ اکثر هغوئ په هر لحاظ تازه کړے يم، او زما د زولنو نه ونۀ شرمېدو، 17خو کله چې هغه روم ته راغلو نو ډېر په ليوالتيا يې زما لټون وکړو او زۀ يې وموندلم. 18مالِک دې په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، او تۀ ښۀ خبر يې چې په اِفِسوس کښې هغۀ څومره ډېر خِدمت وکړو.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy