YouVersion Logo
Search Icon

دوېم تاريخ 2

2
دوېم باب
د خُدائ پاک د کور د عمارت دپاره تيارے کول
1سليمان فېصله وکړه چې يو کور جوړ کړى چرته به چې د مالِک خُدائ د نوم عبادت کيږى او د خپل ځان دپاره يو شاهى محل هم جوړ کړى. 2هغۀ اويا زره سړى د سامان راوړلو او اتيا زره سړى يې د غرونو نه د کاڼو د راويستلو دپاره مقرر کړل. درې زره او شپږ سوه داسې نور سړى وُو چې د کار مشرى يې کوله. 3سليمان د صور بادشاه حيرام له يو پېغام ولېږلو چې، ”ما له د دِيار لرګى راولېږه لکه څنګه چې تا زما پلار داؤد له لېږلى وُو چې کله هغۀ محل جوړولو. 4زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ. 5زۀ چې کوم کور جوړوم نو هغه به عظيم کور وى، ځکه چې زمونږ خُدائ پاک د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے. 6خو په حقيقت کښې بيا هم څوک د خُدائ پاک دپاره کور نۀ شى جوړولے، ځکه چې په لويو آسمانونو کښې هغه نۀ شى ځائېدلے. نو زۀ څوک يم چې د هغۀ دپاره يو کور جوړ کړم، بغېر د دې نه چې يو ځائ جوړ کړم چې د هغۀ په وړاندې په کښې نذرانې پېش کيږى؟ 7نو ما له يو سړے راولېږه چې په نقش نګارۍ کښې، د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې په کار کښې او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ کپړه جوړولو کښې ماهِر وى. هغه به د يهوداه او يروشلم کاريګرو سره کار کوى کوم چې زما پلار داؤد خوښ کړى دى. 8ما ته پته ده چې ستاسو د لرګو وهونکى سړى ډېر تکړه دى، نو ما له د لبنان نه د دِيار، سبر ونې او صُندل لرګى راولېږه. زما سړى به ستاسو د سړو مدد کوى، 9چې ډېر زيات لرګى تيار کړى، ځکه چې زما د خُدائ پاک د کوم کور د جوړولو اراده ده هغه به لوئ او بې‌مثاله وى. 10ګوره، ستا د کاريګرانو په مزدورۍ کښې به دوه زره ټنه غنم او دوه زره ټنه اوربشې، څلور لاکه ليټره مے او څلور لاکه ليټره د زيتُونو تېل درولېږم.“ 11د صور بادشاه حيرام سليمان له په جواب کښې يو خط ولېږلو. هغۀ ورته ليکلى وُو، ”مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى نو په دې وجه هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړې. 12د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے. هغۀ داؤد بادشاه له يو هوښيار زوئ ورکړے دے، چې د پوهې او مهارت خاوند دے، چې اوس د هغۀ منصوبه دا ده چې د مالِک خُدائ دپاره يو کور او د خپل ځان دپاره يو محل جوړ کړى. 13زۀ تا له يو قابل او تکړه اُستاذ درلېږم چې د هغۀ نوم حيرام دے. 14د هغۀ مور د دان د قبيلې وه او د هغۀ پلار د صور اصلى اوسېدونکے وو. هغه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، اوسپنې، کاڼو او د لرګو د څيزونو په جوړولو باندې پوهيږى. هغه د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ او د لټې د کپړې په کار پوهيږى. هغه هر قِسم پاخۀ ليکل کولے شى او چې هغۀ له هر څنګه نقشه ورکړے شى نو په هغې عمل کولے شى. هغه پرېږده چې ستا د تکړه کاريګرو سره او د هغوئ سره کار وکړى چا چې ستا د پلار يعنې د داؤد بادشاه دپاره کار کړے وو. 15نو اوس مونږ له هغه غنم، اوربشې، مے او د زيتُونو تېل راولېږه چې تا يې وعده کړې ده. 16د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“
د خُدائ پاک د کور جوړېدل شروع کېدل
17سليمان بادشاه د هغه ټولو مسافرو مردم‌شمارى وکړه چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې اوسېدل، هم هغه شان مردم‌شمارى څنګه چې د هغۀ پلار داؤد اخستې وه. هلته يو لاک درې پنځوس زره او شپږ سوه مسافر اوسېدونکى وُو. 18هغۀ اويا زره کسان د سامان د وړلو راوړلو دپاره او اتيا زره کسان يې په غرونو کښې د کاڼو پرې کولو دپاره مقرر کړل او درې زره او شپږ سوه مشران يې د دې دپاره مقرر کړل چې د خلقو نه کار اخلى.

Currently Selected:

دوېم تاريخ 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy