YouVersion Logo
Search Icon

اول تِسالونيکيان ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
پولوس رسول د تِسالونيکيه ايماندارانو ته دوه خطونه وليکل، دا هغه ښار دے چرته چې پولوس رسول او سيلاس د لږ وخت دپاره د خدمت کار کړے وو. کله چې خلقو د خوشخبرۍ پېغام قبلولو نو يهوديانو فساد او فتنه شروع کړه، د تفصيل دپاره اعمال د رسولانو اوولسم باب وګورئ. پولوس رسول دا اولنے خط ستاسو د حوصلې او هداياتو دپاره وليکلو او هغه نوؤ ايماندارانو ته چې د معمول په ژوند کښې څنګه رويه ساتل پکار دى او ورسره د حضرت عيسىٰ مسيح د دوېم راتګ د سوال په حقله يې هم وليکل. په دې کِتاب کښې د هغه سوال جواب هم موجود دے چې کله حضرت عيسىٰ مسيح دوباره راشى نو څۀ به کيږى؟ پولوس رسول په دې زور اچوى چې د حضرت عيسىٰ مسيح راتګ به د خلقو په وړاندې وى، اوچت آواز او د بيګل سُرنا سره، او هغوئ چې مړۀ شوى دى به هم هېر پاتې نۀ شى، بلکې هغوئ به اول راژوندى کړے شى. هيچا ته پته نشته چې څنګه او کله به دا وشى. پولوس رسول ايماندارانو ته دا لارښونه کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه پاتې شى. د پولوس رسول دپاره د مستقبل اُميد نه مطلب دا نۀ دے چې ګنې د دې دُنيا نه بې‌دخله کېدل دى، بلکې د حضرت عيسىٰ مسيح د مړو نه ژوندى کېدلو سره د مسلسل ايمان او د روزانه معمول ژوند تېرولو يو نوے جدوجهد دے. او هغه هم دا تعليم ورکوى چې تکليفونه زغمل د ايماندارانو دپاره يوه عام خبره ده، او هغوئ ته په کلکه دا تعليم ورکوى چې په خپلو پښو ودرېدل او خپل خوراک څښاک په خپله ګټل د هغوئ ذمه وارى ده. د حفظ کولو دپاره ۵:_۲۳ آيت ”خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy