YouVersion Logo
Search Icon

اول تِسالونيکيان 2

2
دوېم باب
په تِسالونيکيه کښې د پولوس رسول خِدمت
1اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته په خپله پته ده چې تاسو ته زمونږ راتلل بې‌فائدې نۀ وُو. 2خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بې‌عزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو. 3ځکه دا دعوت چې مونږ ورکوو دا د غلط يا ناپاک نيت نه نۀ دے او نۀ مونږ ستاسو د دوکه کولو کوشش کوُو، 4بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى. 5ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے. 6او نۀ مونږ د خلقو نه د عزت طمع کوُو، نۀ ستاسو نه، او نۀ د بل چا نه. 7اګر چې د مسيح د رسولانو په توګه مونږ په تاسو بوج اچولے شو، خو مونږ ستاسو په مينځ کښې داسې نرمى وکړه لکه څنګه چې يوه مور د غېږې بچى له پئ ورکوى. 8مونږ تاسو سره دومره مينه وکړه چې نۀ يواځې د خُدائ پاک زيرے مو تاسو سره شريک کړو بلکې خپل ځانونه مو هم ستاسو دپاره قربان کړل، ځکه چې تاسو په مونږ ډېر ګران وئ. 9اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو. 10تاسو ګواه يئ او خُدائ پاک هم ګواه دے چې تاسو ايماندارانو سره زمونږ سلوک څنګه د پاکوالى، د صداقت او د بې‌عېبۍ وو. 11څنګه چې تاسو ته پته ده چې مونږ تاسو هر يو سره داسې سلوک وکړو څنګه چې يو پلار د خپلو بچو سره کوى، 12تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ. 13او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى. 14اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو، 15چا چې مالِک عيسىٰ او نبيان دواړه ووژل او مونږ يې هم وشړلو. هغوئ خُدائ پاک خفه کوى او د هر چا مخالفت کوى. 16ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.
د پولوس رسول د تِسالونيکيانو سره د بيا ملاقات خواهش
17اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې مونږ د لږې مودې دپاره ستاسو نه په جسمانى توګه جدا شُو نه چې د زړۀ نه، نو مونږ نور هم ډېر په شوق سره ستاسو د بيا ليدلو کوشش کوُو. 18ځکه چې مونږ ټولو دا غوښتل چې ستاسو خوا له در شُو خو ما پولوس بار بار د راتلو کوشش وکړو خو شېطان زمونږ لار ونيوله. 19د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟ 20آو، هم تاسو زمونږ جلال او خوشحالى يئ.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy