YouVersion Logo
Search Icon

اول سموئيل 1

1
اول باب
القنه او د هغۀ خاندان په سيلا کښې
1يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه. 2د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو. 3القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو. 4هر ځل چې القنه خپله قربانى پېش کوله نو هغۀ به د غوښې يوه برخه فِننې له او يوه يوه برخه به يې د هغې هر بچى له ورکوله. 5هغۀ د حنه سره ډېره مينه کوله نو ځکه هغې له يې يو په دوه برخه ورکوله، اګر چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. 6د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. 7هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو. 8د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“
حنه او عيلى
9‏-10يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو. 11حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“ 12حنه تر ډېر وخته پورې مالِک خُدائ ته سوال کولو او عيلى د هغې شونډو ته کتل. 13هغې په خاموشۍ سره دُعا کوله، د هغې شونډې خوځېدلې، خو آواز ترې نه نۀ وتلو. نو د عيلى دا خيال وو چې هغه په نشه کښې ده، 14او هغې ته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ نشه بازى کوې، د ميو نه ځان خلاص کړه.“ 15هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول. 16ما يوه بې‌کاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“ 17عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“ 18هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“
د حضرت سموئيل پېدايښت او وقف کېدل
19په ورپسې سحر القنه او د هغۀ خاندان وختى پاڅېدل او د مالِک خُدائ د عبادت نه پس هغوئ په راما کښې واپس خپل کور ته لاړل. القنه د خپلې ښځې حنه سره څملاستو او مالِک خُدائ د هغې دُعا قبوله کړه. 20چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“ 21هغه وخت بيا راغلو چې القنه او د هغۀ خاندان سيلا ته لاړل او مالِک خُدائ ته يې کلنى نذرانه او د منښتې نذرانه پېش کړه. 22خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“ 23القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو. 24چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو. 25چې کله هغوئ سخے حلال کړو نو هغوئ ماشوم عيلى له بوتلو. 26حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بې‌ادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم. 27ما د هغۀ نه د دې ماشوم سوال وکړو او چې ما ترې نه د څۀ سوال کړے وو هغه يې ما له راکړو. 28نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.

Currently Selected:

اول سموئيل 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy