YouVersion Logo
Search Icon

اول پطروس 2

2
دوېم باب
ژوندے کاڼے او پاک قوم
1نو ځکه بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه او هر قِسم بده وينا پرېږدئ. 2لکه د نوؤ پېدا شوو ماشومانو په شان د خالص روحانى پيو خواهشمند اوسئ نو چې د دې په وسيله تاسو په خلاصون کښې لوئ شئ. 3اوس تاسو د مالِک د مهربانه کېدو خوند اخستے دے. 4نو مسيح ته راشئ چې ژوندے کاڼے دے اګر کۀ بنى آدمو هغه رد کړے دے خو هغه غوره کړے شوے او د خُدائ پاک په نظر کښې قيمتى دے. 5تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى. 6ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“ 7نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“ 8او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو. 9خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ. 10مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.
د خُدائ پاک د خادِمانو په شان ژوند تېرول
11خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى. 12په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى. 13د مالِک دپاره د بنى آدم د هر يو اِنتظام تابع اوسئ، لکه د بادشاه چې هغه د ټولو نه لوئ دے، 14او يا د حاکمانو چې هغه د بدکارانو د سزا او د نېکانو د تعريف دپاره هغۀ مقرر کړى دى. 15ځکه چې دا د خُدائ پاک رضا ده چې تاسو نېکى کوئ او په دې کولو سره د ناپوهه خلقو د جهالت خبرې خاموشه کړئ. 16تاسو آزاد يئ او آزاد ژوند تېروئ، خپله آزادى د بدۍ کولو پړده مۀ جوړَوئ بلکې د خُدائ پاک د غلامانو په شان ژوند تېروئ. 17د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.
د حضرت عيسىٰ مسيح د مصيبتونو زغملو مثال
18اے نوکرانو، ډېر په احترام سره د خپلو مالِکانو تابع اوسئ، نۀ صرف د نېکانو او حليمانو بلکې د بد مزاجه هم تابعدارى کوئ. 19نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے. 20ځکه کۀ تاسو په ګناه کولو وهل وخوړل او صبر مو وکړو، نو بيا ستاسو اجر د څۀ خبرې؟ خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے، 21خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ. 22”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“ 23نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو. 24هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله. 25ځکه چې تاسو د بې‌لارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.

Currently Selected:

اول پطروس 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy