YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 13

13
ديارلسم باب
د مينې نعمت
1کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم. 2او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم. 3کۀ زۀ خپل ټول مال دولت خېرات کړم او خپل بدن په سوزولو سره قربان کړم، خو کۀ ما کښې مينه نشته نو ما ته هيڅ فائده نشته. 4مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى، 5نۀ بې‌ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى. 6مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى. 7مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى. 8مينه هيڅکله نۀ ختميږى، خو پېشګويانې به ختمې شى، او د نورو ژبو نعمتونه به هم ختم شى، او عِلم به هم فنا شى. 9ځکه چې زمونږ عِلم او زمونږ نبوت کامِل نۀ دے. 10خو کله چې کامِل څيز راشى نو دا نامکمل څيزونه به ختم شى. 11کله چې زۀ ماشوم وم ما د ماشوم غوندې خبرې کولې، زما د ماشوم په شان سوچ وو او د ماشوم په شان ناپوهه وم، خو کله چې زۀ ځوان شوم نو ما د ماشوموالى خويونه پرېښودل. 12ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم. 13او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in