10
لسم باب
د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے
1اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو د دې نه ناخبره پاتې کېدل نۀ غواړم چې زمونږ پلار نيکونه ټول د وريځې په حفاظت کښې وُو او ټول د بحرِقُلزم سيند نه پورې وتل، 2او ټولو په وريځ او په بحرِقُلزم کښې د موسىٰ بپتسمه واخسته، 3او ټولو يو شان روحانى خوراک وخوړلو، 4او ټولو يو شان روحانى اوبۀ وڅښلې. ځکه چې هغوئ د هغه روحانى ګټ نه اوبۀ وڅښلې کوم چې د هغوئ سره روان وو، او هغه ګټ مسيح وو. 5خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول. 6اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو. 7تاسو بُت پرست مۀ جوړېږئ لکه چې په هغوئ کښې ځينې شوى وُو، لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.“ 8مونږ دې جنسى حرامکارى ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړې وه او په يوه ورځ کښې درويشت زره هلاک شول. 9مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل. 10او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل. 11په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې. 12نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى. 13تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ. 14نو په دې وجه زما خوږو ملګرو، د بُت پرستۍ نه وتښتئ. 15تاسو په خپله پوهيږى څۀ چې زۀ وايم تاسو د هغې په خپله جاج واخلئ. 16کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟ 17کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو. 18بنى اِسرائيلو ته وګورئ. ولې هغوئ د قربانيانو خوړلو دپاره په قربانګاه کښې شريکيږى نه څۀ؟ 19ولې زما مطلب دا دے چې ګنې د بُت د قربانۍ څۀ حيثيت وى؟ او يا د بُت څۀ حيثيت شته دے؟ 20نه، زۀ دا وايم چې کومې قربانۍ چې غېريهوديان کوى، هغوئ پيريانو ته قربانى کوى، خُدائ پاک ته يې نۀ کوى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو د پيريانو سره شريک شئ. 21تاسو د مالِک د پيالۍ نه او د پيريانو د پيالۍ نه نۀ شئ څښلے، تاسو د مالِک په دسترخوان او د پيريانو په دسترخوان کښې نۀ شئ شريک کېدے. 22يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟
هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ
23هر څۀ روا دى، خو هر څۀ فائده مند نۀ دى. هر څۀ روا دى خو هر څۀ ترقى نۀ ورکوى. 24تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ. 25څۀ چې د قصاب په دوکان خرڅيږى هغه خورئ او د ضمير په خاطر سوال مۀ پورته کوئ، 26ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“ 27کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ. 28خو کۀ تاسو ته څوک ووائى چې، ”دا بُت ته د قربانۍ غوښه ده،“ نو د هغۀ د ضمير د خاطره هغه مۀ خوره. 29زما مطلب د نورو ضمير دے ستاسو نۀ دے. ځکه چې د بل چا ضمير زما د آزادۍ فېصله ولې کوى؟ 30کۀ زۀ په کښې په شُکر ګزارۍ شريک شم، نو چې په کوم څيز زۀ شُکر وباسم نو بيا د هغې په سبب زۀ ولې ملامت شم؟ 31نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ. 32د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ. 33څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.