1
مرقوس 15:16
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.
Compare
Explore مرقوس 16:15
2
مرقوس 17:16-18
څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى. کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“
Explore مرقوس 16:17-18
3
مرقوس 16:16
هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.
Explore مرقوس 16:16
4
مرقوس 20:16
نو بيا هغوئ بهر ووتل او هر چرته يې کلام بيانولو، او مالِک د هغوئ سره کار کولو او د هغه معجزو په وسيله کومې چې هغۀ ښودلې کلام صحيح ثابتولو.
Explore مرقوس 16:20
5
مرقوس 6:16
خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.
Explore مرقوس 16:6
6
مرقوس 4:16-5
خو چې هغوئ په غور سره وکتل نو څۀ ګورى چې کاڼے د مخکښې نه رغړېدلے وو اګر چې دغه کاڼے ډېر غټ وو. هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې.
Explore مرقوس 16:4-5
Home
Bible
Plans
Videos