مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل او په بيابان کښې يې چې څۀ وکړل. نو تاسو په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ تاسو په حِفاظت سره تر دې ځائ پورې داسې راوستلئ، لکه چې پلار خپل زوئ بوځى.