اے خُدايه، غوږ ونيسه او واوره، خپلې سترګې کولاو کړه او هغه کنډر شوے ښار وګوره چې ستا په نوم پورې تړلے شوے دے. مونږ تا ته سوال زارى د دې دپاره نۀ کوُو چې مونږ صادقان يُو، خو ځکه چې تۀ ډېر مهربانه يې. اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“