هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى. د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت.