يُونس ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د حضرت يُونس د کِتاب بنيادى پېغام دا دے چې د خُدائ پاک پېغام د ټولې دُنيا دپاره دے، نۀ صرف د هغه خلقو دپاره چې زمونږ په شان وى يا زمونږ خوښ وى. خو خُدائ پاک هر يو قوم ته په يوه سترګه ګورى. خُدائ پاک د هر چا نه حقيقى توبه غواړى. خُدائ پاک د خلقو د نېکو اعمالو فکر نۀ کوى په څۀ چې انسانان خوشحاليږى بلکې هغه زمونږ د زړونو او احساساتو په حقله فکرمند دے. کله چې خُدائ پاک حضرت يُونس نينوه ته لېږلو چې خلقو ته د عدالت د ورځې خبردارے ورکړى، نو هغۀ بغاوت وکړو او په نتيجه کښې هغه يو غټ کب ثابت تېر کړو بيا يې توبه وکړه او د دې هر څۀ نه پس يې د خُدائ پاک مرضى پوره کړه. کله چې د نينوه خلقو توبه وکړه نو د حضرت يُونس د بغاوت وجه څرګنده شوه. هغه په دې خبره پرېشانه وو چې هسې نه چې خُدائ پاک به د نينوه خلق معاف کړى، او چې کله خُدائ پاک هغوئ معاف کړل نو حضرت يُونس په دې باندې نارضا شو. د حفظ کولو دپاره ۳:_۸ آيت ”هر يو په راستۍ سره د زړۀ له کومې خُدائ پاک ته دُعا وکړى، او هر يو د خپلې بدعملۍ نه واوړى او ظلم زياتے پرېږدى.“

தற்சமயம் தேர்ந்தெடுக்கப்பட்டது:

يُونس ‮پېژندګلو‬: PYPB

சிறப்புக்கூறு

பகிர்

நகல்

None

உங்கள் எல்லா சாதனங்களிலும் உங்கள் சிறப்பம்சங்கள் சேமிக்கப்பட வேண்டுமா? பதிவு செய்யவும் அல்லது உள்நுழையவும்