YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۹۵

۹۵
پنځه نوییم زبور
څښتن ته د ثنا او صفت سندره
1 راځئ چې ووایو څښتن ته د ثنا سندرې!
راځئ چې خپل قوي ژغورونکي ته
مونږ چیغې د خوښۍ ووهو
2 راځئ حضور ته د هغه د شکرانې سره یوځای ورشو
وکړو ستاینه په سندرو د خوښۍ د هغه
3 ځکه څښتن لوی خدای دی
ټولو خدایانو څخه لوی پاچا دی
4 هغه حکومت کوي په ټولې نړۍ
د ځمکې د ژورو برخو څخه
د غرو تر لوړو څوکو
5 دریابونه د هغه دي ځکه هغه دي پیدا کړي
ورکړی ځمکې ته یې شکل دی په خپلو لاسو
6 راځئ چې مونږه په سجده شو عبادت وکړو
شو په ګونډو د خپل څښتن او خپل خالق حضور کې
7 ځکه هغه دی زمونږ خدای
مونږه یو قوم د هغه او هغه پام کوي
په مونږ باندې لکه شپونکي په شان
مونږه یو رمه د هغه چې هغه یې لارښوونه کاندي
که تاسو نن واورئ اواز د هغه:
8 «نو مه سختوئ خپل زړونه
لکه چې څنګه مو سخت کړي وو
په دښته د مسا او مریبه #۹۵: ۸ مسا او مریبه: د دې پېښې دپاره، هجرت ۱۷: ۱ - ۷ او د هغه لمنلیک ګورئ. کې تاسو
9 ستاسو نیکونو امتحان کړمه په هغه ځای کې
که څه هم دوی ؤ زما عمل لیدلی
خو بیا یې هم وازمایلمه زه
10 زه له هغه نسل نه څلوېښت کاله بېزاره ومه
ما ویل: ‹زما نه لېرې دي د هغوی زړونه
نه غواړي عمل وکړي زما په حکمونو باندې›
11 نو زه په قهر شوم قسم مې وخوړ:
‹دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه هېواد ته
چېرته چې زه به ورکومه ارام›»

Currently Selected:

زبور ۹۵: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in