YouVersion Logo
Search Icon

متى 5

5
پينځم باب
په غر دپاسه د حضرت عيسىٰ بيان
1کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښېناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته راټول شول، 2نو هغۀ ورته داسې تعليم شروع کړو، 3”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. 4بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى. 5بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى. 6بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى. 7بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى. 8بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى. 9بختور دى د امن راوستونکى، خُدائ پاک به هغوئ ته خپل زامن ووائى. 10بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. 11تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. 12دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول. 13تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نۀ راځى او بهر وغورزولے شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى. 14تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى. 15چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى. 16او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى. 17دا خيال مۀ کوئ چې ګنې زۀ د دې دپاره راغلے يم چې شريعت او د نبيانو کتابونه منسوخ کړم. زۀ د هغوئ منسوخ کولو له نۀ يم راغلے بلکې پوره کولو له راغلے يم. 18زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى. 19نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى. 20زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ. 21تاسو اورېدلى دى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، قتل مۀ کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولے شى. 22خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى. 23کۀ چرې تاسو د قربانۍ ځائ ته کوم څيز راوړئ او په دې وخت کښې درته راياد شى چې ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، 24نو خپله قربانى په هغه ځائ پرېږده. لاړ شه، اول خپل ورور رضا کړه او بيا راشه او خپل نذر وړاندې کړه. 25کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې. 26زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى. 27تاسو اورېدلى وُو چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، زنا مۀ کوئ. 28خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده. 29کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى. 30او کۀ چرې ستا ښے لاس د ګناه سبب شى نو پرې يې کړه او وې غورزوه. ستا دپاره دا بهتره ده چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نۀ دا چې ستا ټول وجود دوزخ ته لاړ شى.
د طلاق په حقله تعليم
31هغوئ ته وئيلے شوى وُو، کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى نو ضرور دې هغې له طلاق نامه ورکړى. 32خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى. 33بيا به تاسو دا اورېدلى وى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، خپل قسم مۀ ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ. 34خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هيڅکله هم قسم مۀ خورئ، نۀ په آسمان، ځکه چې دا د خُدائ پاک تخت دے، 35او نۀ په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکۍ ده، او نۀ په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے، 36او نۀ په خپل سر ځکه چې تۀ د دې يو وېښتۀ هم په خپله مرضۍ نۀ سپينولے او نۀ تورولے شې. 37تاسو يواځې د ”آو“ په ځائ ”آو،“ او د ”نه“ په ځائ ”نه“ جواب ورکوئ. د دې نه زيات چې دے هغه د اِبليس کار دے.
د بدل په حقله تعليم
38تاسو خبر يئ چې دا وئيلے شوى وُو چې، د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ. 39خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه. 40کۀ چرې يو سړے ستا په قميص دعوىٰ وکړى نو تۀ خپل کوټ هم ورله ورکړه. 41کۀ چرې يو اختيار لرونکے تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه. 42چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.
د دشمن سره مينه کول
43تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه. 44خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ، 45چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى. 46کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟ 47کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بې‌دينه هم کوى. 48تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“

Currently Selected:

متى 5: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy