YouVersion Logo
Search Icon

صفنياه 3

3
درېم باب
د يروشلم مستقبل
1افسوس د ظالمانو په ښار چې سرکشه او ناپاکه دے. 2هغه د هيچا تابعدارى نۀ کوى، هغه تربيت نۀ قبلوى. هغه په مالِک خُدائ يقين نۀ کوى، هغه خپل خُدائ پاک ته نزدې نۀ راځى. 3د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى. 4د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بې‌حرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى. 5مالِک خُدائ په هغه ښار کښې دے هغه صادق دے، هغه هيڅ بې‌اِنصافى نۀ کوى. هغه هر سحر اِنصاف کوى او هره ورځ خپل اِنصاف قائم ساتى. خو بدعمله خلق هيڅ په شرم نۀ پوهيږى. 6”ما قومونه ختم کړل، د هغوئ قلعه ګانې مې تباه کړې، ما د هغوئ کوڅې ويجاړې کړې، په هغې کښې څوک تګ راتګ نۀ کوى. د هغوئ ښارونه خالى شوى دى، هيڅ څوک به په کښې پاتې نۀ شى، يو هم نه. 7ما ښار ته ووئيل، يقيناً به تۀ زما نه وويرېږې او زما تربيت به قبول کړې. بيا به د هغۀ د اوسېدو ځائ تباه نۀ شى، لکه څنګه چې زما د هغۀ خلاف منصوبه وه. خو د هغوئ اوس هم دا شوق دے چې هغه ټولې بدعملۍ چې کومې يې مخکښې کولې وکړى.“ 8مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى. 9بيا به زۀ د خلقو خبرې پاکې کړم، چې هغوئ ټول د مالِک خُدائ نوم واخلى او اوږه په اوږه د هغۀ خِدمت وکړى. 10د ايتهوپيا د سيندونو بل طرف نه به زما عبادت کوونکى، زما خوارۀ وارۀ خلق، ما له نذرانې راوړى. 11په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې. 12خو زۀ به په تا کښې خاکساره او عاجز خويه خلق پرېږدم، څوک چې د مالِک خُدائ په نوم يقين کوى. 13د بنى اِسرائيلو ژوندى پاتې خلق به غلط کار نۀ کوى، هغوئ به دروغ نۀ وائى، او نۀ به د هغوئ په ژبه دوکه وى. هغوئ به خورى څښى او آرام به کوى او هيڅ څوک به هغوئ نۀ يروى.“
د خوشحالۍ سندره
14سندرې ووايه، اے د صيون لورې، په زوره چغې ووهه، اے بنى اِسرائيله. خوشحاله شه او په خپل پوره زړۀ سره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. 15مالِک خُدائ ستاسو سزا ختمه کړې ده، هغۀ ستاسو دشمنان واپس کړل. مالِک خُدائ، د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے، تاسو به بيا هيڅکله د څۀ نقصان نه نۀ يرېږئ. 16په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى. 17مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى. 18زۀ به هغوئ ستاسو نه لرې کړم څوک چې د مقرر شوى اخترونو په وجه غمژن وُو نو دا به نور ستاسو دپاره د شرم سبب نۀ وى. 19په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو. 20په هغه وخت به زۀ تاسو راغونډ کړم، په هغه وخت به زۀ تاسو خپلو کورونو ته راولم. زۀ به تاسو ته د دُنيا په ټولو خلقو کښې عزت او جلال درکړم، زۀ به تاسو ستاسو د خپلو سترګو د وړاندې بيا آباد کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

Currently Selected:

صفنياه 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in