YouVersion Logo
Search Icon

روميان 4

4
څلورم باب
د حضرت اِبراهيم مِثال
1نو بيا مونږ د اِبراهيم په حقله چې په جسمانى طور زمونږ نيکۀ وو څۀ وئيلے شُو چې د صادق کېدلو دپاره هغۀ کومه تجربه حاصله کړه؟ 2ځکه کۀ چرې اِبراهيم په خپلو نېکو اعمالو کښې صادق وو نو بيا يې فخر په ځائ دے، خو د خُدائ پاک په وړاندې نه. 3ځکه چې صحيفې وائى چې، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او هغه ايمان د هغۀ په صداقت حساب شو.“ 4نو اوس کۀ يو سړے څۀ کار وکړى نو د هغۀ مزدورى ورته په اجر کښې نۀ حسابيږى، دا خو د هغۀ حق دے. 5خو کۀ څوک بغېر د عمل نه په هغۀ ايمان ولرى څوک چې بې‌دينه صادقوى نو دغه ايمان هغۀ ته په صداقت حساب دے. 6هم دغه شان داؤد د هغه سړى د خوشحالۍ ذکر کوى څوک چې خُدائ پاک بې د عمل نه صادق کړے دے، 7”بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه. 8بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى.“ 9ولې دا خوشحالى تش د سنت شوو دپاره ده، يا دا د ناسنتو دپاره هم ده؟ مونږ وايو چې، ”د اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“ 10نو هغۀ ته دا څنګه حساب کړے شو؟ ولې هغه په هغه وخت کښې سنت وو کۀ نه؟ نه، هغه ناسنته وو. 11هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول. 12او هغه د سنت شوو خلقو هم نيکۀ دے نۀ يواځې دا چې سنت شوى دى، بلکې چې زمونږ د نيکۀ اِبراهيم غوندې ايمان ولرى، يعنې هغه ايمان چې اِبراهيم لا د سنت کېدلو نه مخکښې لرلو.
د خُدائ پاک وعده د ايمان په وسيله حاصليږى
13خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى. 14ځکه کۀ هغوئ د شريعت په وسيله وارثان کيږى نو بيا ايمان بې‌ځايه دے او وعده بې‌فائدې ده. 15ځکه چې شريعت خو سزا اعلانوى، خو چرته چې شريعت نشته نو هلته د شريعت ماتول هم نشته. 16نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے. 17لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى. 18بيا هغۀ په نااُميدۍ کښې اُميد وساتلو، او د هغۀ دا ايمان وو چې هغه به د ډېرو قومونو پلار شى، د هغه کلام په مطابق چې هغۀ ته وئيلے شوے وو چې، ”ستا اولاد به بې‌شمېره وى.“ 19د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه. 20خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو. 21هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى. 22نو ځکه دا ايمان اِبراهيم ته په صداقت حساب شو. 23دا خبرې چې هغه صادق وګڼلے شو يواځې د اِبراهيم دپاره نۀ وې ليکلے شوې، 24بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو، 25هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.

Currently Selected:

روميان 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in