15
پينځلسم باب
ځان نه بلکې نور خلق خوشحالوئ
1غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو. 2مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى. 3ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بېعزتى کوى د هغوئ بېعزتى په ما راغله.“ 4ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو. 5او خُدائ پاک چې د صبر او د تسلۍ سرچينه دے، هغه دې تاسو له دا توفيق درکړى چې د عيسىٰ مسيح په مطابق په خپلو کښې سره يو زړۀ شئ او يو ځائ ژوند وکړئ، 6نو چې تاسو په يو زړۀ او يو آواز سره د خُدائ پاک، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار لوئى بيان کړئ.
د يهوديانو او د غېريهوديانو دپاره زيرے
7نو بيا څنګه چې مسيح د خُدائ پاک د جلال دپاره ستاسو هرکلے وکړو، هم دغسې تاسو هم د يو بل هرکلے کوئ. 8ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى 9او د دې دپاره چې غېريهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېريهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“ 10او هغه بيا فرمائى چې، ”اے غېريهوديانو. د هغۀ د اُمت سره خوشحالى وکړئ.“ 11او بيا فرمائى، ”اے ټولو غېريهوديانو، د مالِک خُدائ ثنا ووايئ، او ټول اُمتونه دې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى.“ 12او بيا يشعياه وائى چې، ”د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه به راځى، يعنې هغه سړے چې په غېريهوديانو به حکومت کولو له راوچت شى، په هغۀ کښې به غېر يهوديان اُميد ساتى.“ 13خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
په زړۀ ورتيا سره د پولوس رسول د ليکلو وجه
14اے زما وروڼو او خوېندو، زما په خپله هم ستاسو په حقله دا پوخ يقين دے چې تاسو په خپله د نېکۍ نه ډک او په عِلم پوره يئ او يو بل ته د هدايت کولو هم قابل يئ. 15نو ما هم په بعضې نقطو کښې زيات په زړۀ ورتيا سره د دې يادګيرنې په طور دا تاسو ته وليکل د هغه فضل په وجه چې خُدائ پاک ما ته راکړے دے 16چې زۀ غېريهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېريهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى. 17نو ځکه زۀ په عيسىٰ مسيح کښې د خُدائ پاک دپاره په خپل خِدمت فخر کوم. 18ځکه چې زۀ د هغه خبرو کولو جرأت نۀ شم کولے بغېر د هغه نه چې مسيح زما په وسيله پوره کړى دى، د دې دپاره چې زۀ غېريهوديان په خپل قول او عمل باندې د خُدائ پاک تابع کړم. 19د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو. 20او هم دغه زما آرزو ده چې هلته دا زيرے ورسوم چرته چې د مسيح نوم نۀ دے اورېدلے شوے، نو چې زۀ د بل چا په بنياد آبادى ونۀ کړم. 21بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”چا ته چې د هغۀ په حقله څۀ نۀ دى وئيلے شوى، هغوئ به ووينى، او چا چې د هغۀ په حقله نۀ دى اورېدلى، هغوئ به پوهه شى.“
د پولوس رسول روم ته د تلو اراده
22هم دغه وجه ده چې زۀ تاسو ته د بار بار راتلو نه ايسار وم. 23خو اوس په هغه مُلکونو کښې زما نور حاجت نشته او زۀ د ډېرو کالونو راسې تاسو له د راتلو ليواله وم. 24کله چې زۀ اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چې زما دا اُميد دے چې په خپل دې سفر کښې به تاسو سره ملاقات کوم، او چې تاسو سره په څۀ موده تېرولو مې زړۀ موړ شى نو بيا به مې تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ. 25خو اوس زۀ د مقدسينو د امداد دپاره يروشلم ته ځم. 26ځکه چې د مِکدونيه او د اخيه خلقو د زړۀ د اخلاصه د يروشلم د غريبو مقدسينو دپاره چنده کړې ده. 27هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېريهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى. 28نو کله چې زۀ دا خِدمت پوره کړم او هغه پېسې هغوئ ته حواله کړم څۀ چې راغونډې شوې دى نو بيا به زۀ ستاسو په لار اسپانيه ته ځم. 29او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم. 30او اے وروڼو او خوېندو، زۀ د عيسىٰ مسيح په وسيله څوک چې زمونږ مالِک دے او د روح د مينې په وسيله په تاسو زور راوړم چې زما دپاره د خُدائ پاک نه په دُعا غوښتو کښې ما سره يو ځائ شئ، 31چې زۀ د يهوديه د بېايمانانو نه بچ شم او چې زما هغه امداد چې د يروشلم د ايماندارانو دپاره دے قبول کړى. 32نو د دې نه پس به بيا د خُدائ پاک په مرضۍ سره او ښۀ په خوشحالۍ تاسو ته درشم او تاسو سره به دمه وکړم. 33خُدائ پاک چې د سلامتۍ سر چينه دے، هغه دې تاسو ټولو سره وى. آمين.