YouVersion Logo
Search Icon

روميان 10

10
لسم باب
د بنى اِسرائيلو دپاره د پولوس رسول دُعا
1وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى. 2زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے. 3ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى. 4ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
د هر چا دپاره خلاصون
5موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“ 6خو کوم صداقت چې په ايمان راځى هغه وائى چې، ”په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايه چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟ د دې دپاره چې مسيح لاندې راولى. 7يا څوک لاندې عالمِ ارواح ته تلے شى؟ چې مسيح د مړو نه راپاڅوى.“ 8خو دا څۀ وائى؟ ”کلام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے.“ نو هم دا د ايمان کلام دے چې مونږ يې بيانوو. 9ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې. 10کله چې مونږ د زړۀ نه ايمان راوړو نو خُدائ پاک مو صادقوى، او کله چې په خپله خولۀ دا اِقرار کوُو نو هغه خلاصون راکوى. 11نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“ 12نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے. 13ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“ 14خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟ 15او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“ 16خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“ 17نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى. 18خو زۀ تپوس کوم چې ولې هغوئ دا نۀ دے اورېدلے؟ بې‌شکه چې اورېدلے يې دے، ځکه چې، ”د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے دے، او د هغوئ کلام د دُنيا آخرى حدونو پورې رسېدلے دے.“ 19خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“ 20بيا يشعياه په نوره زړۀ ورتيا سره داسې فرمائى چې، ”زۀ هغه چا وموندلم چا چې زما لټون نۀ کولو، او ما خپل ځان هغه چا ته ښکاره کړو چا چې زما تپوس هم نۀ دے کړے.“ 21خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“

Currently Selected:

روميان 10: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in