YouVersion Logo
Search Icon

فيليپيانو 3

3
درېم باب
د رښتيا او د دروغو صداقت
1نو زما وروڼو او خوېندو، زما آخرى نصيحت دا دے چې په مالِک کښې خوشحاله اوسئ. او دا زما دپاره تکليف نۀ دے چې تاسو ته هغه خبرې بيا وليکم، خو په دې کښې ستاسو فائده ده. 2د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو په سنتېدو مجبوروى. 3ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته. 4اګر چې ما سره هم په خپل ځان د تکيه کولو وجه شته. خو کۀ نور څوک په خپل ځان تکيه کوى نو زۀ د هغوئ نه پرې زياته کولے شم. 5زۀ په اتمه ورځ سنت شوم، د بنى اِسرائيل د قوم او د بنيامين د قبيلې نه يم، د عبرانيانو نه عبرانى، او د شريعت په مطابق فريسى يم، 6د جوش په نسبت د جماعت زورونکے، او د شريعت د صداقت د لاندې بې‌عېبه يم. 7خو څۀ چې مخکښې زما دپاره ګټور وو هم هغه زۀ اوس د مسيح دپاره نقصان ګڼم. 8زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم، 9او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے. 10زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم، 11د دې دپاره چې په څۀ طريقه د مړو نه د بيا ژوندى کېدو درجې ته ورسېږم.
خپل مقصد ته رسېدل
12زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم، بلکې زۀ منډه د دې دپاره وهم چې هغه هر څۀ حاصل کړم ځکه چې عيسىٰ مسيح زۀ خپل کړے يم. 13زما وروڼو او خوېندو، زما دا خيال نۀ دے چې کمال ته رسېدلے يم خو زۀ اوس دا يو کار کول غواړم، چې هغه پخوانى څيزونه هېر کړم او د راتلونکو څيزونو دپاره سخت محنت وکړم، 14زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم. 15مونږ ټول چې په روحانى توګه بالغان يُو په کار دى چې په هر خبره کښې يو شان خيال ولرو، او کۀ په څۀ خبره کښې ستاسو اختلاف وى نو دا خبره به هم خُدائ پاک تاسو ته ښکاره کړى. 16نو بيا دې مونږ په هغې خبرې کلک ودرېږو کومه چې مونږ حاصله کړې ده. 17زما وروڼو او خوېندو، خپل ځان زما په شان کړئ، او د هغه خلقو نه زده کړئ څوک چې زمونږ په شان ژوند تېروى. 18ما تاسو ته په څو څو ځله د هغوئ په حقله وينا کړې ده، او اوس په اوښکو سره وايم چې ډېر خلق د مسيح د سولۍ د دشمنانو په شان ژوند تېروى. 19د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے. 20خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. 21هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.

Currently Selected:

فيليپيانو 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in