YouVersion Logo
Search Icon

ناحوم 3

3
درېم باب
افسوس په نينوه
1افسوس دې وى په وژونکى ښاريې، چې د دروغو او د لوټ شوى مال نه ډکه ده، کله هم د مظلومانو نه خالى شوى نۀ ده. 2د کوړو ټسار ته، د پايو چغار ته، د آسونو ترپار ته، او د جنګى ګاډو درزار ته غوږ ونيسئ. 3په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بې‌شمېره زخميان، د مړو ډيرى، بې‌شمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى. 4ځکه چې نينوه د يوې بې‌حيا زناکارې په شان ده، چې ناز نخرې کوى، او خپل ښائست لکه د جادو استعمالوى، چا چې په کنجرتوب سره قومونه خپل غلامان کړى دى او په خپل جادو سره يې خلق راګېر کړى دى. 5زۀ ستا خلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستا لمن ستا په مخ دراوچته کړم. زۀ به قومونو ته تا لغړه کړم او مُلکونو ته به دې وشرموم. 6زۀ به په تا ګند دروغورزوم، زۀ به تا سپکه کړم او تا نه به يو تماشه جوړه کړم. 7هغه ټول څوک چې تا ګورى هغوئ به تا نه وتښتى او وائى به، د نينوه نه کنډر جوړ شوے دے، څوک به د هغې دپاره ماتم کوى؟ څوک به هم نۀ وى چې تا له تسلى درکړى؟ 8آيا تۀ د تيبس نه ښۀ يې، چې د نيل په درياب باندې آباد دے، چې ګېرچاپېره ترې نه اوبۀ دى؟ درياب د هغې دفاع وه او اوبۀ د هغې دېوالونه. 9ايتهوپيا او مِصر د دې لامحدوده زور وو، فوط او ليبيا د دې اِتحاديان وُو. 10خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو. 11تۀ به هم لکه د نشيانو نشه شې، تۀ به خپل ځان پټوې او د دشمن نه به پناه غواړې. 12ستا ټولې قلعه ګانې لکه د اينځر د هغه ونو په شان دى چې وړومبۍ مېوه يې پخه وى، کله چې دا وخوځولے شى، نو اينځر يې د خوړونکى خولۀ کښې راوغورزيږى. 13خپلو فوجيانو ته وګوره، هغوئ ټول لکه د ښځو په شان کمزورى دى. ستا د مُلک دروازې، ستا دشمنانو ته خلاصې دى. اور د دې اړمونه سوزولى دى. 14د محاصرې دپاره اوبۀ ډکې کړه، او خپلې مورچې مضبوطې کړه. خټه جوړه کړه، په پښو يې نرمه کړه، د خښتو د جوړولو دپاره يې تياره کړه. 15خو اور به تا وسوزوى، تُوره به دې په مينځ دوه کړى. دشمن به دې لکه د قحطۍ د مُولخانو په شان وخورى. تر دې کۀ تاسو د قحطۍ مُولخانو په شان ډېر هم شئ خو د تښتېدلو لار به مو نۀ وى. 16تا د خپلو سوداګرو شمېر زيات کړے دے تر دې چې د هغوئ شمېر د آسمان د ستورو نه هم زيات دے، خو لکه د مُولخانو هغوئ زمکه صفا کړى او بيا والوځى او لاړ شى. 17ستا محافظان د قحطۍ د مُولخانو په شان دى، او ستا آفسران د قحطۍ د مُولخانو د لښکر په شان دى چې په ژمى کښې په دېوالونو کښېنى. خو کله چې نمر راښکاره شى نو دوئ والوځى او لاړ شى، او چا ته نۀ معلوميږى چې چرته ځى. 18اے د اسوريى بادشاه، ستا د قوم شپونکى اودۀ دى، ستا مشران د آرام دپاره پراتۀ دى. ستا خلق په غرونو خوارۀ وارۀ شوى دى او څوک نشته چې دوئ رايوځائ کړى. 19ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.

Currently Selected:

ناحوم 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in