YouVersion Logo
Search Icon

ميکاه 3

3
درېم باب
مشران او پېغمبران ورټلے شول
1بيا ما ووئيل، غوږ شئ، اے د يعقوب مشرانو، اے د اِسرائيل حکمرانانو. آيا تاسو په اِنصاف نۀ پوهېږئ، 2تاسو چې د نېکۍ نه نفرت او د بدۍ سره مينه کوئ، څوک چې زما د قوم نه څرمن وباسئ او د هغوئ د هډوکو نه غوښه لرى کوئ، 3تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ. 4بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى. 5مالِک خُدائ دا فرمائى چې، هغه پېغمبران چې څوک زما خلق بې‌لارې کوى، کۀ څوک په هغوئ څۀ وخورى نو هغوئ د امن اعلان کوى، خو کۀ هغه دا نۀ شى کولے، نو دوئ د هغۀ خلاف د جنګ کولو تيارے کوى. 6نو په دې وجه به په تاسو شپه راشى، چې بغېر د رويا به وى، او تيارۀ به راشى چې بغېر د پېشګويۍ به وى. نمر به ښکته شى د پېغمبرانو دپاره، او ورځ به د هغوئ دپاره تيارۀ شى. 7رويا کتونکى به وشرميږى او قسمت ښودونکى به بې‌عزته شى. هغوئ ټول به خپل مخونه پټ کړى ځکه چې د خُدائ پاک د طرف نه ورته جواب نۀ ملاويږى. 8خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم. 9دې ته غوږ شئ، اے د يعقوب د قوم مشرانو، او د اِسرائيل د قوم حکمرانانو، څوک چې اِنصاف نه نفرت کوئ او هغه هر څۀ غلطوئ چې صحيح وى، 10څوک چې صيون په قتل عام جوړَوئ، او يروشلم په بدعملۍ جوړَوئ. 11د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“ 12نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.

Currently Selected:

ميکاه 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in