YouVersion Logo
Search Icon

متى 21:21-22

متى 21:21-22 PYPB

عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى. کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“