متى 26:20-28
متى 26:20-28 PYPB
خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى. ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“