لوقا 9:4-12
لوقا 9:4-12 PYPB
بيا اِبليس هغه يروشلم ته بوتلو او د خُدائ پاک د کور د مينارې په سر يې ودرولو او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى چې ستا حفاظت وکړى. او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورې.“ عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو، ”دا وئيلے شوى دى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“