1
اول باب
د يهوداه او شمعون قبيلو ادونىبزق بادشاه نيول
1د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“ 2مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله دې وړومبے لاړه شى. زۀ هغه مُلک د هغوئ په حواله کوم.“ 3د يهوداه خلقو د شمعون قبيلې يعنې خپلو رشتهدارو ته ووئيل، ”مونږ سره هغه علاقې ته لاړ شئ چې مونږ له راکړے شوې ده او مونږ به په شريکه د کنعانيانو سره جنګ وکړُو. بيا به مونږ ستاسو سره هغه علاقې ته لاړ شو کومه چې تاسو له درکړے شوې ده.“ نو د شمعون قبيله 4او د يهوداه قبيله په شريکه جنګ له لاړل. مالِک خُدائ هغوئ له په کنعانيانو او فرزيانو فتح ورکړه او هغوئ د بزق په ښار کښې لسو زرو سړو له شکست ورکړو. 5هغوئ ادونىبزق هلته وموندلو او د هغۀ سره يې جنګ وکړو. 6ادونىبزق وتښتېدو، خو هغوئ ورپسې وُو او وې نيولو او د لاسونو او پښو مټې ګوتې يې ترې نه پرې کړې. 7ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.
د يهوداه قبيلې يروشلم او حبرون فتح کول
8د يهوداه سړو په يروشلم حمله وکړه او قبضه يې کړو. هغوئ د دې خلق ووژل او په ښار يې اور ولګولو. 9د دې نه پس هغوئ روان وُو چې کنعانيانو سره جنګ وکړى چې هغوئ د غرونو په مُلک، جنوبى اوچه برخه او لاندې علاقو کښې اوسېدل. 10هغوئ د کنعانيانو خِلاف روان شول. کنعانيان د حبرون په ښار کښې اوسېدل، چې مخکښې دا د قِريَتاربع په نوم يادېدو او هلته هغوئ د سيسى، اخيمان او تلمى ډلو له شکست ورکړو.
د عتنىاېل د دبير ښار فتح کول
11د يهوداه سړى د هغه ځائ نه د دبير ښار طرف ته روان شول، چې په هغه وخت کښې د قِريَتسِفر په نوم يادېدو. 12په هغوئ کښې د يو نوم کالب وو، کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې څوک قِريَتسِفر قبضه کړى.“ 13هغه ښار عتنىاېل قبضه کړو، چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو، نو کالب خپله لور عکسه هغۀ ته وادۀ کړه. 14د وادۀ په ورځ عکسې عتنىاېل ته منت وکړو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ 15هغې ورته ووئيل، ”زما سره يوه ښېګړه وکړه ځکه چې تا ما له په جنوبى برخه کښې زمکه راکړې ده، نو ما له د اوبو څۀ چينې هم راکړه.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.
د يهوداه او بنيامين قبيلو فتح
16د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل. 17د يهوداه خلق د شمعون خلقو سره لاړل او هغوئ په شريکه کنعانيانو له شکست ورکړو، کنعانيان د صِفت په ښار کښې اوسېدل. هغوئ په پوره توګه ښار تباه کړو او حُرمه نوم يې پرې کېښودو. 18د يهوداه سړو غزه، اسقلون او عقرون، دا ټول ښارونه او د دې علاقې هم قبضه کړې. 19مالِک خُدائ د يهوداه د خلقو مل وو. هغوئ د غرونو مُلک قبضه کړو، خو هغوئ د دې جوګه نۀ وُو چې د مېدانونو نه خلق وشړى، ځکه چې د هغوئ سره د اوسپنې ګاډۍ وې. 20لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې. 21خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.
د اِفرائيم او منسى قبيلو بيتايل قبضه کول
22-23د اِفرائيم او منسى قبيلې لاړې چې په بيتايل ښار باندې حمله وکړى په هغه وخت کښې د دې لوز نوم وو. مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو. هغوئ هغه ښار ته جاسوسان ولېږل، 24هغوئ يو سړے وليدو چې د ښار نه راووتلو نو هغۀ ته يې ووئيل، ”ښار ته د ننوتلو لار مونږ ته وښايه او مونږ به تا سره ښۀ سلوک وکړُو.“ 25نو هغۀ ورته لار وښودله او د اِفرائيم او منسى خلقو په ښار کښې هر يو کس ووژلو او صِرف دا سړے او د هغۀ کورنۍ يې پرېښوده. 26وروستو دا سړے د حِتيانو مُلک ته لاړو، هلته يې يو ښار جوړ کړو او په دې باندې يې لوز نوم کېښودو، تر اوسه پورې يې هم دغه نوم دے.
هغه خلق کوم چې بنى اِسرائيلو ونۀ شړل
27د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيتشان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو. 28کله چې بنى اِسرائيليان طاقتور شول، نو هغوئ کنعانيان دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى، خو بيا يې هم هغوئ ټول ونۀ شړل. 29د اِفرائيم قبيلې هغه کنعانيان ونۀ شړل چې د جزر په ښار کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل. 30د زبولون قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د قِطرون او نهلال په ښارونو کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل او دې ته مجبور وُو چې د هغوئ دپاره کار کوى. 31د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل. 32د آشر قبيلې خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، ځکه چې هغوئ کنعانيان ونۀ شړل. 33د نفتالى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د بيتشمس او بيتعنات په ښارونو کښې اوسېدل. د نفتالى خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، خو هغوئ يې دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى. 34اموريانو د دان قبيلې خلق مجبور کړل چې د غرونو مُلک ته لاړ شى او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې لاندې مېدان ته لاړ شى. 35اموريان په ايالون، سعلبيم، او د حِرس په غرۀ کښې دېره وُو، خو د اِفرائيم او منسى قبيلې طاقتورې شوې او د هغوئ نه يې په زور کار اخستو. 36د اموريانو د حد پوله د لړم درې نه واخله تر سلع پورې او د دې نه اخوا هم وه.