YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 8

8
اتم باب
د بُت پرستۍ په وجه مالِک خُدائ بنى اِسرائيل رد کړل
1”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلاف‌ورزى يې کړې ده. 2اوس بنى اِسرائيل ما ته مِنت زارى کوى چې، زمونږ مدد وکړه ځکه چې تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. 3خو بنى اِسرائيلو هغه څۀ رد کړى دى څۀ چې ښۀ دى، نو دشمن به هغۀ پسې وى. 4هغوئ زما د اجازت نه بغېر بادشاهان جوړ کړل، هغوئ زما د رضا نه بغېر مشران مقرر کړل. هغوئ د خپلو سرو زرو او سپينو زرو نه بُتان جوړ کړى دى او په ځان يې پخپله تباهى راوستې ده. 5اے سامريې. ما ستا دا سخے بُت رد کړے دے. زما غصه ستا خلاف ده، تاسو د صفا کېدو قابل نۀ يئ ترڅو پورې به ستاسو دا حالت جارى وى؟ 6اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى. 7هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى. 8بنى اِسرائيل لواړ تېر کړے شوى دى. اوس هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ شوى دى او د بېکاره لوښى په شان پراتۀ دى. 9هغوئ اسوريانو له د مدد دپاره تلى دى، لکه څنګه چې يوې ځنګلى خرې وار راوړے وى. دغسې بنى اِسرائيل لکه د کنجرې خپل ځان په عاشقانو خرڅ کړے دے. 10اګر چې دوئ خپل ځان په ډېرو قومونو خرڅ کړے دے، خو اوس به زۀ هغوئ يو ځائ ته راغونډ کړم او سزا به ورکړم. د هغوئ بادشاه او شهزادګان به زر د جزيې لاندې په لړزان شى. 11اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربان‌ګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول. 12اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى. 13هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى. 14بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“

Currently Selected:

هوسيع 8: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in