YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 6

6
شپږم باب
توبه ويستل
1”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى. 2په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو. 3راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“ 4مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى. 5نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى. 6زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ. 7خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بې‌وفائى وکړه. 8جِلعاد ښار د بدعملو نه ډک دے، هر طرف ته د وينې داغونه دى. 9اِمامان د ډاکوانو د هغه قبيلې په شان دى چې هغوئ د چا د لوټ کولو دپاره غلى ناست وى. هغوئ د شِکم په لاره باندې قتلونه کوى، او هر قسم ګناه کوى. 10ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده. 11اے د يهوداه خلقو، ما ستاسو د سزا وخت هم مقرر کړے دے، اګر چې ما غوښتل چې هغوئ بحال کړم.“

Currently Selected:

هوسيع 6: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in