YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 11

11
يوولسم باب
د خُدائ پاک د خپلو سرکشه خلقو سره مينه
1مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې بنى اِسرائيل د وړوکى ماشوم په شان وو، نو مينه مې ورسره کوله، او ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو. 2خو چې څومره ما ورته آوازونه کول، نو هغه هومره زما نه لرې کېدو. زما خلقو د بعل بُتانو ته قربانۍ پېش کړې، او بُتانو ته يې خوشبويۍ سوزولې. 3ما پخپله بنى اِسرائيل ته د ګرځېدو چل وښودلو، ما د هغۀ لاس نيولے وو او د هغۀ رهنمائى مې کوله، خو هغۀ ته پته نۀ لګېده او نۀ يې پرواه ساتله چې هغه زۀ وم چې د هغۀ خيال مې ساتلو. 4ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو. 5خو هغوئ به مِصر ته واپس شى او د اسور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى، ځکه چې هغوئ ما ته د راګرځېدو نه اِنکار کړے دے. 6د هغوئ په ښارونو کښې به جنګ کوى او د ښار دروازې به يې ماتې کړى. هغوئ به د خپلو غلطو منصوبو له وجې تباه کړى. 7زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم. 8اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه. 9زۀ به تا له په غصه کښې سزا نۀ درکوم، زۀ به بنى اِسرائيل بيا نۀ تباه کوم. ځکه چې زۀ بنى آدم نۀ يم بلکې خُدائ پاک يم. زۀ مقدس ذات يم او ستاسو په مينځ کښې استوګنه کوم. زۀ به بيا په غضب کښې نۀ راځم. 10کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى. 11هغوئ به په يرې او ريږدېدو سره د مارغانو په شان د مِصر نه راشى او د اسور نه به د ګوګوشتکو په شان واپس راشى. زۀ به هغوئ خپلو کورونو ته واپس راولم. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو بدى بيانېدل
12اِسرائيل زۀ په دروغو سره رانيولے يم، او دوکې سره يې زما محاصره کړې ده. خو يهوداه تر اوسه پورې د خُدائ پاک فرمانبردار دے، او مقدس ذات سره وفادار دے.

Currently Selected:

هوسيع 11: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in