YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 16

16
شپاړسم باب
د يروشلم بې‌وفائى
1نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، يروشلم د خپل حرام کار په حقله خبر کړه. 3او ورته ووايه، مالِک خُدائ يروشلم ته داسې فرمائى، ستاسو نسل او پېدايښت د کنعان د مُلک دے، ستاسو پلار امورى وو او ستاسو مور حِتى وه. 4په هغه ورځ کله چې تۀ پېدا شوې، نو هيچا ستا نوم پرې نۀ کړو او نۀ چا په اوبو ولمبولې چې پاک دې کړى، او نۀ په تا چا مالګه ومږله او نۀ تۀ چا په اورڼى کښې ونغښتې. 5نو چا هم تا ته د رحم په سترګه ونۀ کتل او په تا باندې چا زړۀ هم ونۀ سوزولو چې دا کارونه درته وکړى. ستا د پېدا کېدو د ورځې نه هغوئ تا نه نفرت کولو او تۀ يې په يو مېدان کښې وروغورزولې. 6نو زۀ په دغه ځائ تېر شوم او ومې ليدلې چې په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې، نو کله چې تۀ په وينو کښې ککړ پروت وې نو ما درته وفرمائيل چې ژوندۍ اوسه. 7ما تۀ لکه د بوټى په شان لويه کړې. تۀ لويه شوې او لوړه دنګه شوې او يوه پېغله درنه جوړه شوه، ستا سينې راوشوې، او ستا د سر وېښتۀ رالوئ شُو خو تۀ لا تر اوسه بربنډه او لغړه وې. 8لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې. 9تۀ ما په اوبو ولمبولې او ستا نه مې وينه صفا کړه او ستا په بدن مې تېل ولګول. 10ما تا ته د ګُلکارۍ جامې درواغوستلې او د څرمنې پېزار مې درته په پښو کړو. ما درته ښکلې د کتان او د رېښمو قيمتى جامې درواغوستلې. 11ما تۀ په کالو سنګار کړې، ما ستا په لاس کښې بنګړى او په غاړه کښې مې درته اميل واچولو. 12او ما په پوزه کښې درته نتکۍ او په غوږونو کښې مې والۍ درته واچولې او ښائسته تاج مې در په سر کړو. 13نو تۀ په سپينو او سرو زرو سنګار شوې، تا د قيمتى کتان او ګُلکارۍ جامې واغوستې. ستا خوراک ښۀ اوړۀ، شات او د زيتُونو تېل وُو. تۀ ډېره ښکلې شوې او ستا نه مَلِکه جوړه شوه. 14او ستا د ښُکلا مشهورتيا په نورو قومونو کښې ډنډوره شوه، ستا ښائست کامِل وو ځکه چې ما د خپل شان او شوکت نه تا له دا درکړى وُو، قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. 15خو تا په خپله ښُکلا او شُهرت باندې بهروسه وکړه او خپل شُهرت دې د کنجرتوب دپاره استعمال کړو. ستا د کنجرتوب نه څوک هم په لار بچ نۀ شُو او خپل حسن دې باد کړو. 16تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى. 17تا خپل ځان سره قيمتى کالى هم واخستل کوم چې ما تا له درکړى وُو، کوم چې ما د سرو او سپينو زرو نه جوړ کړى وُو، او تا د هغوئ نه ځانله نارينه بُتان جوړ کړل او د هغوئ سره په زنا کولو مصروفه شوې. 18او تا په هغوئ باندې خپلې د کار جامې وغوړولې او تا هغوئ ته زما د تېلو او خوشبويۍ نذرانې پېش کړې. 19کوم خوراک چې ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړے وو، لکه ښۀ اوړۀ، د زيتُونو تېل او شات ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړل، خو تاسو هغه بُتانو ته د خوشبويۍ د نذرانو په شکل وړاندې کړل. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده. 20او تاسو خپل زامن او لوڼه بوتلل کوم چې تاسو زما دپاره پېدا کړى وُو او هغوئ مو د خوراک په توګه بُتانو ته قربانى کړل. ولې ستا خپله زناکارى کافى نۀ وه څۀ؟ 21تا زما بچى حلال کړل او بُتانو ته دې قربانى کړل. 22ستا په ټولو حرامو کارونو او ستا په زناکارۍ کښې تا ته خپل د ځوانۍ عمر ياد نۀ وو، کله چې تۀ بربنډه او لغړه وې او په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې.“
د يروشلم د کنجرتوب ژوند
23”افسوس، افسوس دې وى په تاسو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د دې باوجود ستاسو د خپلو نورو ټولو شرارتونو سره، 24تا په هر يو چوک کښې د ځان دپاره زيارتونه او بُت‌خانې جوړې کړې. 25تا د سړک په هر يو ګوټ کښې بُت‌خانې جوړې کړې او خپله بې‌حرمتى دې وکړه او په لاره هر يو تېرېدونکى ته دې پښې ورتېرې کړې او هغوئ سره دې کنجرتوب وکړو. 26تۀ د خپلو شهوت پرستو ګاونډيانو مِصريانو سره په زناکارۍ کښې آخته شوې، او تا د ډيرې زنا کولو په وجه زما قهر او غضب راوپارولو. 27نو بيا ما خپل لاس ستا خلاف دراوږد کړو او ستا ملکيت مې کم کړو، او ما تۀ خپلو حرصناکو دشمنانو ته حواله کړې، يعنې د فلستيه لوڼو ته چا ته چې ستا د بې‌حيا کارونو نه حيا ورتله. 28تۀ د اسوريانو سره هم په زناکارۍ کښې مصروفه شوې، ځکه چې ستا شوق نۀ پوره کېدو، بلکې د دې نه وروستو هم تۀ يخه نۀ شوې. 29نو بيا تا خپله زناکارى د بابليانو مُلک پورې اوږده کړه، چې د سوداګرو مُلک دے، خو هغوئ هم ستا شوق پوره نۀ کړو. 30مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې تۀ د زړۀ نه څومره مجبوره يې چې تا لکه د بې‌حيا کنجرې په شان کارونه وکړل. 31کله چې تا خپلې بُت‌خانې د کوڅې په هر ګوټ کښې جوړې کړې او په هر چوک کښې دې د خپل ځان دپاره زيارتونه جوړ کړل، تۀ د عام کنجرې په شان نۀ وې ځکه چې تا پېسې اخستل بد ګڼل. 32تۀ هغه زناکاره ښځه يې چې د خپل خاوند په ځائ پردو سړو سره بدکارى کوې. 33هره يوه کنجره پېسې اخلى، خو تۀ خپلو عاشقانو له تحفې ورکوې، هغوئ له خرچه ورکوې چې تا له د هرې خوا نه د ناروا کارونو دپاره راشى. 34نو تۀ په خپلې زناکارۍ کښې د نورو نه بدله يې. ستا د شوق دپاره هيڅ څوک تا پسې نۀ ګرځى. تۀ بلکل د نورو نه بدله يې، ځکه چې تۀ خرچه ورکوې خو تۀ په خپله څۀ نۀ اخلې. 35نو بيا تۀ اے زناکارې، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. 36مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې تا خپل مال دولت په خپلو عاشقانو خرچ کړو او خپله حيا دې د بدکارۍ په وخت کښې څرګنده کړه، ستا د ټولو خرابو بُتانو په وجه، ځکه چې تا هغوئ ته د خپلو بچو وينه پېش کړه، 37نو په دې وجه به زۀ ستا ټول عاشقان يو ځائ ته راغوڼد کړم، د چا نه چې تا خوندونه اخستل، د چا سره چې تا مينه کوله او هغوئ د چا نه چې تا نفرت کولو. زۀ به ستا ټول دشمنان د هر ځائ نه راغونډ کړم او د هغوئ په وړاندې به دې بربنډه کړم تر هغې چې هغوئ ټول تا په مکمل توګه لغړه وګورى. 38زۀ به تا ته د هغه ښځو سزا درکړم چا چې زنا کړې ده او چا چې وينه تويه کړې ده، زۀ به تا نه په خپل غېرت او قهر او غضب کښې د قتل کولو بدله واخلم. 39نو بيا به زۀ تا خپلو عاشقانو ته حواله کړم، او هغوئ به ستا بُت‌خانې ورانې کړى او ستا زيارتونه به تباه کړى. او هغوئ به ستا نه جامې او قيمتى کالى کوز کړى او بربنډه او لغړه به دې پرېږدى. 40هغوئ به ستا خلاف جلوس راوکاږى څوک چې به تا سنګسار کړى او تا به په خپلو تُورو سره ټوټه ټوټه کړى. 41هغوئ به ستا کورونه وسوزوى او د ډېرو ښځو په وړاندې به تا له سزا درکړى. زۀ به ستا کنجرتوب بند کړم. او تۀ به نور خپلو عاشقانو له پېسې نۀ ورکوې. 42نو بيا به زما غصه سړه شى او زما د غېرت قهر به سوړ شى، او زۀ به په آرام شم او نور به تا ته نۀ غصه کېږم. 43ځکه چې تا ته د خپلې ځوانۍ ورځې يادې نۀ دى خو زۀ تا په دې څيزونو سره غصه کړم. تا چې کوم بد عملونه کړى دى زۀ به د هغې ټولو بدله ستا نه واخلم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ته د خپلې ټولې حرام کارۍ سره په شهوت پرستۍ کښې د حد نه تېره شوې.“
يروشلم لکه د سدوم او سامريه په شان دے
44”هر څوک چې متلونه وائى نو دا متل به ستا په حقله وائى چې، څنګه يې مور وى هغسې يې لور وى. 45تۀ د خپلې مور رښتينې لور يې، چا چې د خپل خاوند نه او د خپلو ماشومانو نه نفرت وکړو، او تۀ د خپلې خور رښتينې خور يې، چا چې د خپلو خاوندانو او ماشومانو نه کرکه کوله، ستا مور حِتى وه او ستا پلار امورى وو. 46ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے. 47دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې. 48مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، تر دې چې ستا خور سدوم او د هغې لوريانو کله هم داسې بد کارونه نۀ وُو کړى کوم چې تا او ستا لوريانو وکړل. 49نو د ستا د خور سدوم ګناه وه چې، هغې او د هغې لوڼو کبر کولو، او هغوئ خېټه ورې وې او د آرام ژوند يې تېرولو، خو د غريبو او ضرورتمندو سره يې امداد نۀ کولو. 50هغوئ کبرژن وُو او حرام کارونه يې زما په وړاندې وکړل. نو په دې وجه ما هغوئ لرې کړل لکه څنګه چې تاسو وليدل. 51سامريې ستا د ګناه په نيمه حِصه هم ګناه نۀ ده کړې، تا د هغوئ نه ډېر زيات حرام کارونه کړى دى، او کوم حرام کارونه چې تا کړى دى تا خپلې خوېندې د هغوئ په نسبت وبخښلې. 52نو تۀ اوس په شرم وشرمېږه، ستا ګناهونه دومره خراب دى چې تا خپلې خوېندې وبخښلې او هغه دې صادقه وګرځولې.“
د سدوم او سامريه بيا ودانول
53”خو زۀ به د سدوم او د هغې د لوريانو ژوندون دوباره بحال کړم او د سامريه او د هغې د لوريانو ژوندون به هم بحال کړم او ستا حالت به هم ورسره ښۀ کړم. 54نو تۀ به په خپل شرم رسوا شې او په خپلو کړو به وشرميږې. سدوم او سامريه به خوشحاله شى چې هغوئ ستا په شان ګناهګار نۀ دى. 55او ستا خوېندې، سدوم او د هغې لوڼه او سامريه او د هغې لوڼه، او تۀ او ستا لوڼه، به بيا دوباره په هغه حالت شئ لکه څنګه چې ټول د اول نه وئ. 56د خپلې مغرورتيا په ورځو کښې تا خپلې خور سدوم پورې خندا کوله. 57خو اوس ستا بدعملونه ټولې دُنيا ته څرګند شول. اوس تۀ په خپله په شرمونو کښې پټه شوې او ادوم او د هغوئ ګاونډيان او فلستيان ستا نه نفرت کوى. 58تۀ به د خپلې عياشۍ او حرام کارونو سزا وزغمې، مالِک خُدائ فرمائى.“
ابدى لوظ
59مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به تا سره هغه شان سلوک وکړم د کوم چې تۀ حقدار يې، ځکه چې د لوظ په ماتولو سره تا د قسم خوړلو سپکاوے وکړو. 60خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم. 61نو تۀ به خپل هغه بد عملونه راياد کړې کوم چې تا کړى دى او په هغې به شرمنده شې کله چې تۀ خپلې مشرې او کشرې خوېندې سره مِلاو شې. زۀ به تا ته هغوئ لکه د لوڼو په شان درکړم خو په دې بنياد نۀ چې تا په لوظ عمل کړے دے. 62نو زۀ به خپل لوظ تا سره تازه کړم، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم. 63کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“

Currently Selected:

حزقى‌ايل 16: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in