2
دوېم باب
د نبوکدنضر خوب
1د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډوډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو. 2نو بيا بادشاه جادوګر، فالګر، کوډګر او نجوميان راوغوښتل چې هغۀ ته ووائى چې هغۀ څۀ خوب ليدلے دے. هر کله چې هغوئ راغلل او د بادشاه په وړاندې ودرېدل، 3هغۀ دوئ ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے کوم چې زۀ ډېر پرېشانه کړے يم او زۀ غواړم چې په دې پوهه شم چې د دې خوب څۀ مطلب دے.“ 4نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“ 5خو بادشاه نجوميانو ته ووئيل، ”ما دا پخه فېصله کړې ده، کۀ چرې تاسو ما ته دا ونۀ وايئ چې زما خوب څنګه وو او تعبير يې نۀ کړئ، نو زۀ به تاسو ټوټه ټوټه کړم او ستاسو کورونه به د خاورو په ډېرو بدل کړم. 6خو کۀ تاسو ما ته زما خوب ووايئ او بيا د هغې تعبير راته ووايئ، نو زۀ به تاسو ته تحفې، انعامونه او لوئ عزت درکړم. اوس تاسو ما ته زما خوب ووايئ او هغه راته تعبير کړئ.“ 7نو يو ځل بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه دې خپلو خادِمانو ته خپل خوب بيان کړى، او مونږ به يې تعبير کړُو.“ 8نو بيا بادشاه هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ په دې يقين لرم چې تاسو د وخت نه فائده اخلئ، ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې دا زما پخه فېصله ده. 9کۀ چرې تاسو ما ته زما خوب ونۀ وايئ، نو بيا تاسو دپاره صرف يوه سزا ده. تاسو دا صلاح کړې ده چې ما ګمراه کړئ او راته دروغ ووايئ او ما دوکه کړئ، او تاسو دا اُميد ساتئ چې زما سوچ به بدل شى. نو بيا تاسو ما ته زما خوب ووايئ، او بيا زۀ به په دې پوهه شم چې تاسو يې ما ته تعبير هم راکولے شئ.“ 10نجوميانو بادشاه ته په جواب کښې ووئيل، ”په زمکه داسې هيڅ څوک نشته چې د بادشاه په دې خبره عمل وکړى. تر اوسه پورې داسې نۀ دى شوى چې يو بادشاه د خپل فالګر، جادوګر يا نجومى نه داسې تپوس کړے وى، کۀ هغه بادشاه هر څومره لوئ او طاقتور وى. 11بادشاه سلامت تاسو چې څۀ غواړئ هغه يو ناممکن کار دے. دا بادشاه ته د هغۀ د معبودانو نه بغېر هيڅ څوک نۀ شى څرګندولے، او هغوئ د انسانانو سره نۀ اوسيږى.“ 12بادشاه چې کله دا واورېدل نو په دې هغه ډېر زيات په قهر شو او حکم يې وکړو چې د بابل ټول هوښياران او پوهان دې قتل کړے شى. 13نو بيا د هوښيارانو د قتلولو حکم جارى شو، او د دانيال او د هغۀ ملګرو پسې يې هم کسان ورولېږل چې هغوئ قتل کړى. 14هرکله چې اريوک د بادشاه د محافظانو مشر، د بابل د هوښيارانو قتلولو پسې ووتو نو دانيال په ډېر هوښيارتيا او تميز د هغۀ سره خبرې وکړې. 15هغۀ د بادشاه د آفسر نه تپوس وکړو چې، ”بادشاه دومره سخت فرمان ولې جارى کړے دے؟“ بيا د بادشاه آفسر اريوک دانيال ته ټوله قيصه بيان کړه. 16نو په دې اورېدو سره دانيال سمدستى بادشاه له ورغلو او د هغۀ نه يې وخت وغوښتلو، چې دے به ورته د خوب تعبير ورکړى. 17نو بيا دانيال خپل کور ته واپس لاړو او ټوله قيصه يې خپلو ملګرو حننياه، ميشائيل، او عزرياه ته بيان کړه. 18هغۀ دوئ ته خواست وکړو چې آسمانى خُدائ پاک ته د دې راز د څرګندولو په حقله د رحم سوال وکړئ، نو چې دے، د دۀ دوستان او د بابل نور هوښياران قتل نۀ شى. 19په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو 20او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے. 21هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى. 22هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے. 23زۀ ستا ثناء صِفت او شُکر ګزارى کوم، اے زما د پلار نيکۀ پاکه خُدايه. ځکه چې تا ما له پوهه او قدرت راکړے دے. تا ما ته هغه څۀ وښودل د څۀ چې مونږ ستا نه غوښتنه وکړه، تا ما ته د بادشاه خوب او د هغۀ مسئله څرګنده کړه.“
حضرت دانيال خوب تعبيروى
24نو بيا دانيال اريوک له لاړو، څوک چې بادشاه د بابل د هوښيارانو د قتلولو دپاره مقرر کړے وو، ”د بابل هوښيار خلق مۀ قتلوه. ما بادشاه له بوځه، او زۀ به د هغۀ خوب تعبير هغۀ ته ورکړم.“ 25نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“ 26بادشاه دانيال نه تپوس وکړو، چا ته به يې چې بيلطشضر وئيل، ”آيا تۀ ما ته دا وئيلے شې چې ما څنګه خوب ليدلے دے او د هغې تعبير کولے شې؟“ 27دانيال جواب ورکړو، ”د کوم راز چې بادشاه تپوس کوى هغه هيڅ يو هوښيار، فالګر، جادوګر، او نجومى نۀ شى کولے چې هغه راز بيان کړى، 28خو په آسمان کښې يو خُدائ پاک موجود دے څوک چې پټ رازونه څرګندوى، هغۀ چې نبوکدنضر بادشاه ته په خوب کښې ښودلى دى چې په راتلونکو ورځو کښې به څۀ پېښ شى. کله چې تۀ په خپل کټ کښې پروت وې او کوم خوب او رويا چې تا وليدله او ستا په ذهن کښې هغه تيره شوې ده هغه څۀ داسې ده. 29اے بادشاه سلامت کله چې تۀ هلته پروت وې، نو ستا فکر او سوچ د راتلونکو حالاتو طرف ته واوړېدو، او د رازونو ښکاره کوونکى درته دا وښودل چې په آئنده کښې به څۀ کيږى. 30دا کوم راز چې ما ته څرګند شو، د دې دا مطلب نۀ دے چې ګنې زۀ دې د نورو کسانو نه ډېر هوښيار يم، خو دا د دې دپاره چې تۀ، اے بادشاه سلامت، د دې راز په تعبير باندې کوم چې ستا په خيال کښې تير شو پوهه شې. 31اے بادشاه سلامت تا په خوب کښې وليدل چې يوه لويه ځلېدونکې او حېرانوونکې مجسمه ستا په وړاندې ولاړه وه او هغه يروونکې وه. 32د دې مجسمې سر د خالصو سرو زرو نه جوړ شوے وو، د هغۀ سينه او لاسونه د سپينو زرو نه، د هغۀ ګېډه او پتونونه د زېړو نه جوړ وُو، 33د دې پنډۍ د اوسپنې، او د پښو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې شوې خاورې نه جوړه شوې وه. 34هرکله چې تا دې ته کتل، نو په دې وخت کښې د غرۀ نه يو لوئ کاڼے په خپله راجدا شو، خو د انسان په لاسونو نه. هغه د هغه مجسمې په پښو راپرېوتو کومې چې د اوسپنې او خاورو نه جوړې شوې وې او هغه يې ټوټه ټوټه کړې. 35نو بيا اوسپنه، خاوره، زېړ، سپين زر او سرۀ زر ټول ټوټه ټوټه شو او داسې والوتل لکه څنګه چې په اوړى کښې بوس د غنمو په درمند کښې الوځى. هوا هغه ټول يوړل او هيڅ نښه يې پاتې نۀ شوه. خو هغه کاڼى کوم چې دا مجسمه وويشته هغې نه يو لوئ غر جوړ شو او ټوله زمکه يې ونيوله. 36دا ستا خوب وو، او زۀ به يې اوس تعبير هم درته بيان کړم. 37تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے. 38هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې. 39ستا نه وروستو، به يوه بله بادشاهى قائمه شى چې ستا د بادشاهۍ نه به کمزورې وى، او بيا به درېمه بادشاهى راشى، د زېړو به وى، او دا به په ټوله زمکه حکمرانى وکړى. 40په آخر کښې به بيا څلورمه بادشاهى راشى چې د اوسپنې په شان به مضبوطه وى ځکه چې اوسپنه هر څۀ ماتوى او ټوټه ټوټه کوى، نو بيا څنګه چې اوسپنه څيزونه ټوټه ټوټه کوى نو داسې به هغه نور ټول مات او ټوټه ټوټه کړى. 41لکه څنګه چې تا وليدل چې د هغې د پښو او ګوتو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې خاورې نه جوړه وه نو دا به جدا شوے بادشاهت وى، خو بيا به هم په کښې څۀ نا څۀ د اوسپنې زور پاتې وى، څنګه چې تا اوسپنه خاورې سره يوځائ وليدله. 42کۀ څۀ هم چې تا وليدل چې اوسپنه د خټې سره ګډه شوې وه، نو بيا به د دې بادشاهۍ څۀ حِصه طاقتوره او څۀ حِصه کمزورى وى. 43تاسو وليدل چې اوسپنه د خاورې سره يوځائ شوې وه، نو بيا به دغه شان د هغه بادشاهۍ خلق هم کوشش وکړى چې د يو بل سره په وادۀ کولو د يو بل ملاتړ جوړ شى، خو دوئ به په خپلو کښې په اتفاق نۀ شى لکه څنګه چې اوسپنه د خاورو سره يوځائ کېدلے نۀ شى. 44د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى. 45دا د غرۀ نه د کاڼى د راجدا کېدلو د رويا تعبير دے، خو د انسانانو په لاسونو نه، هغه کاڼى چې اوسپنه، زېړ، خاوره، سپين زر او سرۀ زر يې ټوټه کړل. لوئ خُدائ پاک بادشاه ته دا ښودلى دى چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى. دا خوب رښتيا او تعبير يې باورى دے.“
د بادشاه حضرت دانيال ته انعام ورکول
46نو بيا نبوکدنضر بادشاه د دانيال په وړاندې ټيټ شو او د هغۀ عزت يې وکړو او حکم يې وکړو چې هغۀ ته د غلو دانو او د خوشبو نذرانې وړاندې کړئ. 47بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بېشکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“ 48بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو. 49نو د دانيال په خواست سره بادشاه شدرک، ميشک، او عبدنجو د بابل د صوبې په انتظاميه کښې آفسران مقرر کړل، او په خپله دانيال په شاهى دربار کښې پاتې شو.