YouVersion Logo
Search Icon

عاموس 9

9
نهم باب
بنى اِسرائيل به تباه کړے شى
1ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى. 2کۀ هغوئ زمکه وکنى او لاندې عالمِ ارواح ته هم کوز شى، نو زما لاسونه به يې د هلته نه هم راوباسى. کۀ هغوئ آسمان ته هم وخېژى، نو زۀ به يې هلته نه ښکته راکوز کړم. 3کۀ هغوئ د کرمل غر په سر هم خپل ځانونه پټ کړى، زۀ به يې هلته هم ولټوم او راګېر به يې کړم. کۀ هغوئ زما نه د سمندر په بېخ کښې پټ شى، نو زۀ به هلته سمندرى مار له حُکم ورکړم چې وې چيچى. 4کۀ د هغوئ دشمنان هغوئ جلاوطن کړى، نو هلته به زۀ تُورې ته د هغوئ د قتلولو حُکم ورکړم. زۀ به خپل نظر په هغوئ وساتم د هغوئ د فائدې دپاره نه بلکې د هغوئ د نقصان دپاره.“ 5مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى. 6د مالِک خُدائ محل بره تر آسمانه پورې رسيږى، او د هغې بنياد يې په زمکه اېښے دے، هغه د سمندر نه اوبۀ راوباسى او د باران په شکل يې دوباره په زمکه راوروى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے. 7مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ولې تاسو ګنې ما ته د ايتهوپيا د خلقو نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل، خو ما فلستيان هم د کريتې نه او آراميان مې د قير نه هم راوويستل. 8ګوره، زۀ قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو ګناهګاره قوم وينم. زۀ به دا د زمکې د مخ نه ختم کړم. خو زۀ به هيڅکله د يعقوب خاندان مکمل نۀ ختموم. مالِک خُدائ فرمائى. 9نو زۀ به حُکم ورکړم، او زۀ به د بنى اِسرائيلو قوم په نورو قومونو کښې داسې چاڼ کړم لکه څنګه چې په چج غله چاڼ کيږى، او يو کاڼے به هم په غله کښې ترې نه لاړ نۀ شى. 10ټول ګناه ګار چې زما په خلقو کښې دى په تُوره به مړۀ شى، هغوئ ټول به مړۀ شى چې داسې وائى، نۀ به په مونږ افت راځى او نۀ به تباه کيږُو.
د بنى اِسرائيلو بيا آبادېدل
11په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم، 12نو بنى اِسرائيل به د ادوم په پاتې ځايونو قبضه وکړى او په ټولو هغه قومونو به قبضه وکړى چې زما په نوم دى.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے، څوک چې به دا هر څۀ کوى. 13مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى چې فصلونه به ډېر زيات وى. او فصل رېبلو له به دومره وخت پکار وى چې قُلبه کوونکى به فصل رېبونکو پسې زمکه تياروى. د انګورو فصل به هم، هم داسې وى، د انګورو د زياتوالى په وجه به د هغې نه د رس ويستلو دپاره دومره وخت پکار وى چې ورسره به تخم کرونکى خپل کر شروع کړى. د زياتوالى له وجې به نوى مے د غرونو نه راڅاڅى او د ټولو غونډو نه به رابهيږى. 14زۀ به خپل جلاوطنه خلق بنى اِسرائيل واپس راولم، هغوئ به خپل کنډر شوى ښارونه بيا آباد کړى او په کښې به اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى او د دې مے به څښى، هغوئ به باغونه وکَرى او د دې مېوه به خورى. 15زۀ به بنى اِسرائيل د هغوئ په خپل مُلک کښې وکَرم، او دوئ به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى د هغه مُلک نه چې ما ورته ورکړے دے،“ ستاسو مالِک خُدائ دا فرمائى.

Currently Selected:

عاموس 9: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in