YouVersion Logo
Search Icon

عاموس 4

4
څلورم باب
1”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ. 2قادر مطلق خُدائ په خپل پاکوالى قسم وکړو چې هغه وخت به يقيناً راشى چې تاسو ته به پوزو کښې کُنډې واچولے شى او په راښکلو به بوتلے شئ، تاسو هر يو کس به داسې راښکلے شئ لکه څنګه چې په کُنډه کښې کب راښکلے شى. 3تاسو هر يو به په دېوالونو کښې د جوړو شوو لارو نه په زور وويستلے شئ، تاسو به بهر د حرمون شمال طرف ته وغورزولے شئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.
د بنى اِسرائيلو نافرمانى
4”نو بيا خو لاړ شئ او په بيت‌ايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ. 5خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 6”ما په هر ښار لوږه راوسته او په هر کلى مې قحط راوستو. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. 7”کله چې ستاسو فصل ته د باران سخت ضرورت وو نو ما د دې ورېدل بند کړل. ما په يو کلى باران وورولو خو په بل کلى مې ونۀ ورولو. په يو پټى باران وشو، خو بل پټے اوچ شو. 8خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. 9”ما ستاسو په فصلونو او د انګورو په باغونو تِليا او بيمارى راوسته. د قحطۍ مُلخانو ستاسو د اينځرو او د زيتُونو ونې وخوړلې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. 10”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. 11”ما ستاسو څۀ خلق تباه کړل لکه څنګه چې مې د سدوم او عموره خلق تباه کړى وُو. تاسو د هغه نيم سوزېدونکى لرګى په شان وئ کوم چې د اور نه راښکلے شوے وى، خو تاسو بيا هم ما ته راونۀ ګرځېدئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى. 12”نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو به وګورئ چې زۀ درسره څۀ کوم، نو ځکه زۀ درسره داسې کوم، نو د خپل خُدائ پاک سره د ملاقات دپاره تيار شئ، اے بنى اِسرائيلو.“ 13ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.

Currently Selected:

عاموس 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in