اعمال 38:5-39
اعمال 38:5-39 PYPB
نو زۀ په دې مسئله کښې تاسو ته نصيحت کوم چې په دې خلقو غم غرض مۀ ساتئ او پرېږدئ چې لاړ شى. ځکه کۀ چرې دا منصوبه يا کار د انسانانو د خوا نه وى نو دا به په خپله ناکاميابه شى. او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملىايل مشوره ومنله.