YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 24

24
څليريشتم باب
په قيصريه کښې د فِليکس په وړاندې د پولوس رسول مقدمه
1پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله. 2کله چې پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس مقدمه داسې شروع کړه، وئيل يې چې، ”صاحبه، ستا په وجه مونږ په پوره امن ژوند تېروو او ستا د خيال کولو په سبب په دې صوبه کښې د ترقۍ کارونه روان دى. 3صاحِبه، مونږ دا خبره په هر ځائ او هر چرته په پوره شُکر ګزارۍ سره منو. 4زۀ ستاسو زيات وخت اخستل نۀ غواړم، خو زۀ درته مِنت کوم چې په مهربانۍ سره زما يو څو خبرې واورئ. 5دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے. 6دۀ د خُدائ د کور د بې‌حرمتۍ کوشش هم وکړو، نو بيا مونږ هغه ګرفتار کړو. 7خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو. 8کۀ تۀ په خپله د هغۀ نه تپوس وکړې نو تۀ به د هغه هر څۀ نه خبر شې چې مونږ پرې اِلزام لګولے دے.“ 9يهوديان هم ورسره په اِلزام لګولو کښې متفِق شول او وئ وئيل چې دا ټولې خبرې رښتيا دى.
د پولوس رسول د فِليکس په مخکښې دِفاع کول
10بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم. 11تۀ د دې خبرې په خپله معلومات کولے شې چې تقريباً دولس ورځې هم نۀ کيږى چې زۀ يروشلم ته عبادت له تلے وم. 12زۀ دوئ د چا سره د خُدائ په کور کښې يا په عبادتخانې کښې يا په ټول ښار کښې په بحث کولو يا د خلقو په بلوه کولو نۀ يم ليدلے. 13او نۀ دوئ تا ته زما خلاف دا اِلزام ثابتولے شى. 14خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى. 15زۀ د خُدائ پاک نه اُميد کوم هغه اُميد چې دوئ يې هم منى چې نېک او بد دواړه به بيا له مړو نه راژوندى کيږى. 16په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى. 17د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم. 18کله چې ما دا کول نو دوئ زۀ د خُدائ په کور کښې وليدلم چې د پاکوالى رسم مې پوره کولو. ما سره نۀ څۀ ګڼه وه او نۀ کومه اله ګوله وه. خو د آسيه د صُوبې څۀ يهوديان هلته وُو. 19کۀ د هغوئ زما خلاف څۀ شکايت وى نو هغوئ دې د اِلزام لګولو دپاره تاسو ته حاضر شى. 20يا دا چې دا کسان ووائى چې جرګې ته د پېش کولو نه وړاندې هغوئ په ما کښې څۀ قصور ليدلے وو، 21سېوا د دې نه چې ما هلته د دوئ په وړاندې په اوچت آواز دا خبره وکړه چې نن ستاسو په وړاندې د مړو د بيا ژوندى کېدلو په بابت زما فېصله کيږى.“ 22بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“ 23بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چې، ”پولوس په قېد کښې وساتئ خو سختې ته يې مۀ نيسئ او د دۀ په دوستانو کښې هيڅوک هم د دۀ د ضرورتونو پوره کولو نه مۀ منع کوئ.“
د پولوس رسول نظر بند کېدل
24خو څو ورځې پس فِليکس د خپلې ښځې دروسيله سره راغلو څوک چې يهودڼه وه. نو پولوس يې راوغوښتو او په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په حقله يې خبرې ترې نه واورېدلې. 25او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“ 26هم په دغه وخت کښې هغۀ طمع کوله چې پولوس به ورته رشوت ورکړى او په دې وجه يې هغه څو ځله راوغوښتو او ورسره يې خبرې وکړې. 27چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.

Currently Selected:

اعمال 24: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in