YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 9

9
نهم باب
د رسول حق
1ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟ 2کۀ زۀ د نورو دپاره رسول نۀ يم نو کم از کم ستاسو دپاره خو يم ځکه چې تاسو په مالِک کښې زما د رسالت مهر يئ. 3څوک چې زما آزمېښت کوى دا د هغوئ په وړاندې زما دفاع ده، 4ولې مونږ ته د خپل خوراک څښاک حق نشته څۀ؟ 5ولې مونږ ته دا حق نشته چې ايمانداره ښځه په نِکاح کړُو او ځان سره يې کړو لکه څنګه چې نور رسولان او د مالِک وروڼه او کائفس کوى؟ 6يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟ 7ولې تر اوسه چا په خپله خرچه د فوج خِدمت کړے دے؟ څوک داسې دے چې د انګورو باغ وکَرى او مېوه يې نۀ خورى؟ يا څوک داسې دى چې رمه څروى او د هغې پئ نۀ څښى؟ 8ولې زۀ دا خبرې د بنى آدم د خيال نه کوم؟ ولې شريعت هم داسې نۀ وائى؟ 9ځکه چې د موسىٰ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.“ ولې خُدائ پاک د غوَيانو فکر کوى څۀ؟ 10يا ولې هغه دا خاص زمونږ دپاره نۀ فرمائى؟ دا حقيقت کښې زمونږ دپاره ليکلے شوى دى ځکه چې څوک قلبه کوى په دې اُميد يې کوى چې څۀ به حاصل کړى او څوک چې غوبل کوى په دې اُميد يې کوى چې په فصل کښې به ورته برخه مِلاو شى. 11کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟ 12چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى. 13ولې تاسو نۀ يئ خبر څوک چې د خُدائ د کور خِدمت کوى، نو هغه د خُدائ د کور د نذرانې نه خورى او څوک چې د قربان‌ګاه خِدمتګار دى، نو هغوئ ته د قربانۍ نه حِصه ملاويږى؟ 14دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى. 15خو ما خپل د دې حق نه هيڅ فائده وانۀ خستله او نۀ مې دا د دې دپاره وليکل چې زۀ د دې نه فائده واخلم ځکه چې زما دپاره د دې نه مړ کېدل بهتر دى. هيڅوک زما فخر بې‌ځايه کولے نۀ شى. 16کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم. 17ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده. 18نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے. 19اګر کۀ زۀ د ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان د ټولو غلام کړو، نو چې نور زيات خلق د مسيح دپاره راولم. 20زۀ د يهوديانو دپاره يهودى شوم دې دپاره چې يهوديان راولم. ما د موسىٰ د شريعت د منونکو د راوستلو دپاره ځان د هغوئ په شريعت کړو، سره د دې چې زۀ د هغوئ د شريعت د لاندې نۀ يم. 21ما د بې‌شريعته خلقو دپاره ځان بې‌شريعته جوړ کړو نو چې بې‌شريعته د مسيح دپاره راولم، اګر کۀ زۀ د خُدائ پاک د شريعت نه آزاد نۀ يم بلکې د مسيح په شريعت يم. 22زۀ د کمزورو دپاره کمزورے شوم چې کمزورى راولم. ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم. 23زۀ دا هر څۀ د زيرى د خاطره کوم د دې دپاره چې زۀ د هغوئ سره د هغۀ په برکتونو کښې شريک شم. 24ولې تاسو نۀ يئ خبر چې په منډه کښې ټول منډې وهونکى منډې وهى ولې اِنعام يو ګټى؟ نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ. 25هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو. 26نو زۀ بې‌مقصده منډه نۀ وهم او نۀ زۀ باد په سوکونو وهم. 27بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in