YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 5

5
پينځم باب
د بداخلاقۍ خِلاف حُکم
1زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بې‌دينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى. 2او تاسو پرې فخر کوئ. ولې تاسو ته په کار نۀ دى چې پرې وشرمېږئ؟ او چا چې دا کار کړے دے هغه د خپل مينځ نه وشړئ. 3زۀ اګر کۀ په جسمانى طور موجود نۀ يم خو په روحانى طور موجود يم. او په داسې کس ما داسې فېصله واوروله لکه چې زۀ تاسو سره موجود يم. 4کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ په نوم راجمع شئ او زۀ تاسو سره په روح کښې موجود يم، او چې زمونږ د مالِک عيسىٰ قدرت هم راسره موجود وى، 5نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى. 6ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟ 7خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے. 8نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې. 9ما په خپل خط کښې تاسو ته دا ليکلى وُو چې د حرام کارو سره ناسته پاسته مۀ کوئ. 10زما مطلب خو دا نۀ دے چې تاسو بلکل په خپل ژوند کښې د بې‌ايمانه، حرام کارو، لالچيانو، ظالمانو يا بُت پرستانو سره تعلق پرېږدئ، نو په داسې کولو خو به بيا تاسو دا دُنيا پرېښودلى وى. 11خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ. 12ځکه چې زما څۀ کار دے چې د هغوئ عدالت وکړم چې د جماعت نه بهر دى؟ خو تاسو د هغوئ عدالت کوئ څوک چې په جماعت کښې شامل دى. 13خُدائ پاک به په خپله د هغوئ عدالت وکړى څوک چې مونږ نه بهر دى. ”هغه بد سړے د خپل مينځ نه وشړئ.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in